ژبه

کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۹۹): د ملي تدارکاتو کمېسیون د دفاعي او امنیتي ارګانونو تدارکاتي بهیر د چټکتیا طرحې په ګډون ۷۳ تدارکاتي موضوګانې منظور کړې.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې وشوه.
سرچينه زياتوي، په دې غونډه کې د دفاعي او امنیتي ارګانونو د تدارکاتي بهیر د چټکتیا طرحې په ګډون، ۷۳ تدارکاتي موضوګانې چې د قرارداد ورکړه، تعدیلونه، یادښتونه، د لارښوونو غوښتنې، د کمېسیون د مخکېنیو پرېکړو د تحقق او همداراز د قرارداد فسخ کول په کې شامل دي؛ ملي تدارکاتو کمېسیون د بحث پرمهال وارزولې.
د غونډې په پېل کې ‎د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د تدارکاتي بهیر چټکتیا په موخه د ملي امنیت شورا پېشنهادي طرحه د هراړخیز بحث په پایله کې وارزوله.
غونډې په ملي تدارکاتو اداره کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د تدارکاتو پرمخ وړلو لپاره د ځانګړي واحد د ایجاد ترڅنګ څرګنده کړه، ملي امنیت شورا کولی شي پر وخت د هغه پلي کولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه څارنه وکړي.
همداراز ټینګار وشو چې د اوږدې مودې لپاره د تصدیو د فعالولو لکه د ارزاقو او د تاسيساتو د ساتنې او پاملرنې تصدیو فعالولو پر طرحې، د دوو ضروري لومړیتوبونو په توګه کار وشي.
ولسمشر غني د یادو پرېکړو د تحقق په اړه څرګنده کړه، په دې حساس امنیتي وضعیت کې د هېواد د امنیتي او دفاعي اتلو ځواکونو قربانۍ او سرښندنې د افغانستان دولت او خلکو لپاره زیات ارزښت لري، نو ملي امنیت شورا دفتر دې د ملي تدارکاتو ادارې ځانګړي واحد او د مالیې، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په نږدې همکارۍ په ګډه هڅه وکړي، ترڅو د دغو ځواکونو د اعاشوي اکمالاتو ستونزې او نورې ټولې اړتیاوې په اساسي توګه حل شي.
همدارنګه د اجنډا مطابق، ملي تدارکاتو کمېسیون د بېلابېلو ارګانونو اړوند ۷۳ تدارکاتي موضوګانې وارزولې او په هکله یې اړینې پرېکړې وشوې. بل خوا د ۴ لارښوونو غوښتنې، ۳ یادښتونه، د کمېسیون د ۵ مخکېنیو پرېکړو د تحقق او یو قرارداد د فسخې په هکله، اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې.