ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينې کسان له جعلي خبرونو په استفادې تاوتریخوالي ته لمن وهي

author avatar
28 Dec 2020 - 18:45
author avatar
28 Dec 2020 - 18:45

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۹۹): د سولې له خبرو سره هم مهاله ځينې سرچینې هڅه کوي چې د پژواک په ګډون د یو شمېر رسنیو په نوم له جعلي فېسبوک پاڼو څخه په استفاده بې اتفاقي خپره کړي او د جعلي خبرونو د خپرېدو له لارې د خلکو تر منځ ډار او وېره خپره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال له وږي میاشتې راهیسې له یوې خوا په قطر کې بین الافغاني خبرې پیل شوې او تر راتلوونکو اتو ورځو به یې دویم پړاو پیل شي، خو بلخوا بیا  تاوتریخوالی (جګړه، هدفي وژنې او ماین چاودنې) زیاتې شوې دي.

په ورته وخت کې ځینې کسان د جعلي او تاوتریخوالي زېږوونکو اقداماتو په ترسره کولو سره د تاوتریخوالي د ډېرېدو، د افغانانو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته کېدو او دغه راز د هېواد د معتبرو رسنیو د بې باوره کېدو هڅې کوي.

د خالد النعیمي په نوم فیسبوک پاڼې (Khalil Ahmad Al-Naemi) تېره ورځ (د مرغومي په اوومه) یوه لیکنه د فوتوشاپ شوي انځور په ډول جعل او خپره کړې چې ګواکې د پژواک خبري اژانس له ادرسه خپره شوې ده.

په دغه جعلي متن کې راغلي: “طالبانو په کابل کې د ښځو د ماډلېنګ په غبرګون کې په کابل کې د جګړې اعلان کړی دی. دوی وايي، د پخوا برعکس تر هغې چې دولت د دغه ډول فحشا مخه نه وي نیولې په بدل کې به یې د بیارغونې او خیریه کارونه، سړکونه او ښوونځي تخریب کړو. ذبېح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته په یوه غږیز پیغام کې دغه اعلان تایید کړی دی.”

دا په داسې حال کې ده چې پژواک داسې هېڅ خبر نه دی خپور کړی او نه هم د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته څه ویلي دي.

طالبانو د مرغومي په شپږمه په کابل کې د موډلېنګ محفل د افغاني هویت او اسلامي ارزښتونو او کلتور خلاف او د غربي فرهنګ کاپي بللې او ویلي یې دي، هغه پلاوی چې له کابل څخه دوحې ته د خبرو لپاره تللی ښايي د «موډلېنګ» په څېر موارد هم د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې یادې کړي او له طالبانو یې د منلو تمه ولري. طالبانو زیاته کړې، دوی د افغانستان د خلکو د پاکو غوښتنو او باعزته فرهنګ او ټولو دیني او ملي اقتدار څخه دفاع کوي او د موډلېنګ د پلویانو غوښتنې به له خاورو سره برابرې کړي.

د خالد احمد النعیمي د جعلي متن په پای کې یو شمېر کسانو هم دغه متن جعلي بللی دی.

د  (Isa Fathai) په نوم فېسبوک کاروونکي پر دغه جعلي پوسټ تبصره کړې او لیکلي یې دي: “ما د پژواک په صفحه کې پیدا نه کړ! کولای شئ له موږ سره یې لېنک شریګ کړئ؟”

هدایت الله افغان هم دغه جعلي پوسټ یو ځل د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې شریک کړی، خو تر حقیقت موندنې وروسته یې په خپله فېسبوک پاڼه کې په دې اړه لیکلي: ” دښمن زموږ په رګ رګ کې ځای لري. زموږ دښمن دومره قوي دی چې خپله په واشنګټن، ورجینيا او سپینه ماڼۍ کې ناست دی او زموږ خپل افغانان یې موږ ته دښمن جوړ کړي دي. دا خبر نه د پژواک په وال کې شته، نه پژواک خپور کړی او نه ذبېح الله مجاهد پژواک ته زنګ وهلی دی. زه په جدي توګه دغه موضوع تصدیق کوم. اوس پوښتنه دا ده چې زموږ تر دې کچې هوښیار دښمن څوک دی چې زموږ رنګ، ژبه، خاوره او سرچینې زموږ پر ضد کاروي؟”

څو نورو فېسبوک کاروونکو هم په دې اړه تبصره کړې او ویلي یې دي، یاده لیکنه چې په ظاهري ډول په جعلي توګه د پژواک په نوم خپره شوې نا سمه او بې اساسه ده.

شفېع الله امیري لیکلي: “دغه فوټوشاپ شوی سکرین شاټ هغه چا جوړ کړی چې په هېواد کې بې اتفاقۍ او جګړې ته لمن وهي.”

د احمدګل په نوم بل فیسبوک کاروونکي لیکلي: “هر څه چې په فېسبوک کې وینئ واقعیت نه دي، د واقعیت لیدلو لپاره باید عقل او فکر ولرئ.”

له دې مخکې د (مجله خبری پژواک)، (ننگرهار پژواک) (آژانس خبری پژواک) په نوم جعلي فېسبوک پاڼې د دغه اژانس د لوګو په تغییر او له انګلسي نوم څخه چې په اصل کې «Pajhwok Afghan News» دی، د ((Afghan)) کلمې د لرې کولو او دغه راز ((پژواک)) په نوم جوړې شوې دي.

د دې جعلي پاڼو له ډلې «مجله خبری پژواک» او «ننګرهار پژواک» څه شى نه دي خپاره کړي، خو د «آژانس خبری پژواک» په نوم یادې پاڼې او د «پژواک» په نوم بلې پاڼې جعلي مطالب خپروي.

د بېلګې په توګه لومړۍ جعلي پاڼې لیکلي: “پژواک خبري اژانس د طالبان یو محرم یادښت ترلاسه کړی چې ښيي طالبان په سوله باور نه لري او له خپلو کورنیو سره په قطر کې ژوند کوي. هلته یې د ISI له رییس سره هم لیدلي دي.”

د «پژواک» په نوم بله جعلي پاڼه هم د پژواک په نوم جعلي موارد خپروي. د بېلګې په توګه دې صفحې لیکلي: ” یو هغه لامل چې له امله یې افغانستان په اور کې سوځېږي د افراطي اسلام ایډیولوژي ده او د توندرو ملا امامانو د تبلیغاتو مخه باید ونیول شي… ”

دا په داسې حال کې ده چې پژواک خبري اژانس چې یو بې طرفه او د ژورنالېزم منل شوو معیارونو ته ژمن اژانس دی هېڅکله داسې څه نه دي خپاره کړي.

د هشت صبح ورځپاڼې سردبیر خلیل اسیر پژواک ته وویل: ” له بده مرغه د هشت صبح ورځ پاڼې په نوم هم دوه جعلي پاڼې جوړې شوې چې له اتو میاشتو مبارزې وروسته مو د فېسبوک ادارې په مرسته دغه پاڼې له منځه یوړې.”

هغه زیاته کړه، د هغو کسانو پېژندل چې دا ډول کارونه ترسره کوي سخت دي، خو یاد کسان تر ډېره د هغو رسنیو له نوم څخه ناوړه استفاده کوي چې په ټولنه کې نېک نوم او باور لري.

هغه وویل، د هشت صبح په نوم جعلي پاڼو تر ډېره اوازې خپرولې او ډېری پیغامونه یې د نظام د تخریب په لټه کې وو او استفاده کوونکو یې د دولت ضد روحیه درلوده.

په ورته وخت کې څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې یو امر چې ظاهرا د «طالبانو د کویټې شورا» له ادرسه لاس په لاس کېده چې ګواکې دې شورا طالبانو ته امر کړی چې خپل نفوذي او چریکي بریدونه زیات کړي او مهم دولتي کسان په ځانګړې توګه هغه کسان چې طالب زندانیان ځوروي، څارنوالان، د زندانونو ساتونکي او مسوولین، د صفر یک قطعې، د ضربتي قطعو منسوبین او هغه کسان تعقیب او ترور کړي چې د شپنیو عملیاتو راپور او معلومات برابروي.

خو د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال دغه «امر» یو پروپاګنډ وباله او ويې ویل، طالبان د کویټې شورا په نوم کوم ارګان نه لري.

مجاهد په دې اړه وویل: ” زه دا معلومات نه تاییدوم، په عمومي ډول هغه کسان چې په جنایتونو او جرمونو کې لاس لري او زموږ پر ضد اقدام کوي، په ځانګړې توګه د استخباراتي ارګانونو او ځانګړو عملیاتو اړوند کسان زموږ دښمنان دي، دوی له دې مخکې هم زموږ تر څارنې لاندې وو او وروسته به هم زموږ تر تعقیب لاندې وي او په دې اړه کوم نوی امر نه لرو.”

د افغانستان ملت ارادې ګوند مرستیال خلیل الله شنکر داعي د دغه ډول جعلي نشراتو په اړه وویل، ځینې بې هویته کسان د رسنیو او سیاستوالو په نوم جعلي پاڼې جوړوي او له ادرسونو يې د جعلي موضوعاتو د خپرېدو له لارې غواړي د معتبرو رسنیو باور ته زیان ورسوي او له دې لارې عامه ذهنونه مغشوش کړي.

هغه زیاته کړه: ” دغه ډول کارونه د معتبرو بنسټونو پر وړاندې یوه دسیسه ده چې باید اطلاعات او فرهنګ او مخابراتو وزارتونه ددغه ډول بې هویته کسانو چې په هېواد کې د معتبرو رسنیو باور ته د زیان رسولو هڅه کوي د فعالیت مخه ونیسي او اجازه ورنه کړي چې بې هویته کسان د جعلي خبرونو د خپرېدو له لارې د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي.”

هغه وايي، پخوا هم د ځينو ملي شخصیتونو له نوم څخه په استفاده جعلي پاڼې جوړې شوې او له دې لارې داسې مسایلو ته لمن وهل شوې چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د پژواک خبري اژانس د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ میاشتې د یوه راپور له مخې، د ډېری وزارتونو په نوم هم لسګونه جعلي پاڼې جوړې شوې چې ناسم او بې اساسه معلومات خپروي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند نصرت الله نصرت وویل، دغه وزارت د ادارو او کسانو په رسمي غوښتنه تېر کال ۴۳۶ داسې سرغړونو ته چې په ټولنیزو رسنیو کې ترسره شوې وې رسېدنه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د مجازي صفحو کنټرول د وزارت په اختیار کې نه دی او په هغه صورت کې چې یوه اداره یا کس د مجازي صفحو څخه شکایت ولري دغه وزارت تیار دی چې د مجازي پاڼو د مسوولینو په همکارۍ ورته رسېدنه وکړي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.