منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په قطر کې د افغانستان د سفیر جنازه کابل ته را ولېږدول شوه

Array
· ۳ دقیقې لوستل · ۲۲۲ کتنې

کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۹): په قطر کې د افغانستان د سفیر عبدالحکیم دلیلي مړی نن له قطره کابل ته را ولېږدول شو او په کابل ښار کې خاورو ته سپارل کیږي.

په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي چې د غزنی ولایت اصلي اوسېدونکی و، تېره سې شنبې (د مرغومي ۹مه) د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په قطر کې د افغانستان د سفیر جنازه نن (د مرغومي ۱۲مه) د دغه وزارت د وزیر محمد حنیف اتمر او د افغانستان په چارو کې د قطر هېواد ځانګړي استازي دوکتور مطلق بن ماجد القحطانی او د یاد وزارت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په شتون کې کابل ته را ولېږدول شوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې د عبدالحکیم دلیلي جنازې ته په احترام د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د تشریفاتي ګارد قطعې له خوا ځانګړي مراسم ترسره شول او وروسته د هغه جنازه د شهید سردارد محمد داوود روغتون ته ولېږدول شوه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني، محمد داوودخان روغتون کې د دلیلي جنازې ته درناوی وکړ.

ولسمشر کابل کې په شهید دلیلي اروا ته د دعا او د هغه کورنۍ، د غزني ولسونو او ټولو هېوادوالوسره د غمشریکۍ پرمهال وویل:« ټولو ته تسل وایم، نن موږ هغه توانمند، پوه، ژمن او پر وطن مین انسان له لاسه ورکړی چې زموږ ټولو ویاړ و،  فردوس جنت یې نصیب شه.»

هغه وویل چې دلیلي د اسلامي پوهې او د اسلامي فرهنګ او قطر په اړه د ګټورو معلوماتو له امله په دوه اړخیزو مناسباتو کې مثبت اغېز درلود او د افغانستان د ملي ګټو او سولې په برخه کې یې ښه استازیتوب وکړ. ده د قطر شاهي دولت له پلاوي مننه وکړه چې د دلیلي جنازې سره یې تر دې ځایه ملتیا کړې.

قاضي رازمحمد دلیلي د عبدالحکیم دلیلي د کورنۍ په استازیتوب په دغو مراسمو کې د ولسمشر غني، د قطر هیواد د استازي او ټولو له غمشریکۍ په مننې وویل:« کوم اعتماد چې تاسو ورباندې کړی  و، په صداقت او ایماندارۍ یې ترسره کړ او د سولې په برخه کې یې هم ډېر کوښښونه وکړل چې ټول یې له خدمتونو څخه خوښ دي.»

وروسته ولسمشر تر ټاکلي ځای پورې د عبدالحکیم دلیلي  د جنازې د لېږد مراسمو کې چې د هیواد په درې رنګه بیرغ کې پوښلی و او د تشریفاتو قطعې منسوبینو په خپلو اوږو لېږدوله، ملتیا وکړه.

د دلیلي د جنازې مراسم د جهادی مشر عبدرب الرسول په امامت تر سره شول.

سیاف هم وویل چې دلیلي د افغانستان د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې.

د هغه په وینا، د سفیر په توګه د دلیلی د کار په موده کې د افغانستان او قطر اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ښې او نږدې شوې دي.