منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

فوزیه کوفي: له سولې وروسته پر جوړېدونکي حکومت لا اجماع نشته

Array
· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۹): د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي، ځیني سیاستوال د سولې خبرو په ترسره کېدو ټینګار کوي خو په دې اړه چې د سولې په نتیجه کې څنګه حکومت غواړي، تر اوسه اجماع نشته.

د افغان دولت د مرکچي ټېم غړې فوزیې کوفي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، تر اوسه له سولې وروسته د جوړېدونکي حکومت په اړه اجماع نه ده رامنځته شوې.

هغې زیاته کړه: ((زموږ د نظام په داخل کې هم داسې سیاستوال شته چې وايي، د سولې بهیر باید ترسره شي، خو په دې اړه چې د سولې په نتیجه کې څه ډول حکومت غواړي، تر اوسه اجماع نه ده شوې، افغانستان ته د مذاکراتي ټېم د راتلو یو دلیل هم همدا و.))

د هغې په خبره، په دې اړه چې د سولې خبرو په نتیجه کې څه ډول سوله رامنځته شي، باید د افغانستان سیاسي او ټولنیزې ټولنې ترمنځ تر یوې کچې همغږي رامنځته شي څو د خبرو پر مېز د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي دریځ یو وي.

کوفي هیله څرګنده کړه چې د سولې خبرو دویم پړاو ته په پاتې څو ورځو کې یوه ملي اجماع رامنځته شي او خلک هم د خپل برخلیک په ټاکلو کې وڼده واخلي.

هغې په ډاګه کړه: ((صرف نظر له دې چې د طالبانو مختلف افکار د ډېرو ژورو اختلافونو لامل شوي او ان له تاوتریخوالي په استفاده هغه څه چې په تېرو درېیو میاشتو کې مې احساس کړي دا دي چې طالبانو ته د افغانستان د تېرو ۲۰ کلونو واقعیت چې د ټولنیزو ډلو توپیرونه، سیاسي کثرت پالنه، مدني ازادۍ، د بیان ازادي او فردي ازادي په کې شامل دي د دوی لپاره د منلو وړ نه دي.))

کوفي وايي، له ۲۰۰۱ کال وروسته رامنځته شوي پرمختګونه لا هم طالبانو ته د منلو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې خبرو په لومړي پروا کې تر شاوخوا ۸۰ ورځو خبرو وروسته د سولې خبرو پر طرزالعمل توافق وکړ او ټاکل شوې د دې خبرو دویم پړاو د مرغومي په ۱۶ مه په دوحه کې پیل شي. دواړو لوریو د سولې خبرو د جنډا لپاره د یو شمېر مواردو وړاندیز کړی خو تر اوسه یې په اړه خبرې او توافق نه دی کړی.