کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۹): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د خبریالانو له وژلو مخنیوی باید د سولې خبرو د دویم پړاو له بنسټیزو بحثونو وي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د سولې د بین الافغاني خبرو مذاکراتي ډلې د روانې مرغومي میاشتې په ۱۶مه د سولې دویم پړاو خبرې په قطر کې پیل کړي.
په دې وروستیو کې افغانستان کې هدفي وژنې په تېره د خبریالانو وژنې ډېرې شوې دي. په شاوخوا دوو میاشتو کې اووه خبریالان په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې وژل شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست محمد طاهر زهیر نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې د هېواد والو او په ځانګړې توګه د خبریالانو د امنیت ټنګښت د کورنیو چارو وزرات دنده ده او باید په عومي توګه امنیت رامنځته شي.
هغه وویل:«د حکومت مرکچې پلاوى باید د طالب مرکچي پلاوی دې ته متوجې کړي چې د خبریالانو له وژلو څخه لاس واخلي.»
دا په داسې حال کې ده چې د یادو وژل شویو خبریالانو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخيستی او طالبان وایي چې پر خبریالانو بریدونه نه کوي.
خو زهیر وویل، که طالبان د خبریالانو د وژلو مسوولیت پر غاړه واخلي او که یې وانه اخلي، مسوولیت لري چې د سولې خبرو کې هڅه وشی، تر څو د خبریالانو له فزیکي حذف څخه لاس واخیستل شي.
ده وویل، د 4خبریالانو د وژنې څرنګوالی باید د مذاکراتو په دویم پړاو کې له بنسټيزو بحثونو څخه وي.
هغه زیاتوي چې ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې ته یې د خبریالانو لپاره د عدالت غوښتنې یو ليک استولی ترڅو پر خبریالانو د بریدونو د مخنیوي لپاره پر هغو کسانو فشار راوړي چې د خبریالانو په وژلو کې لاس لري.