مزارشريف (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٩): ناپېژاندو وسله والو د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو پخوانى جهادي قوماندان وژلى دى.
د بلخ پولیسو مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل د مرغومي په ۱۵مه پژواک ته وویل چې یاد جهادي قوماندان حاجي اسدالله تېره شپه په مزارشریف ښار کې وژل شوی دی.
د عادل په خبره چې پر نوموړي د یاد ښار څلورمې ناحیې اړوند په محمدیه جومات کې د ماخوستن لمانځه مهال وسله وال برید شوی دی..
دى وايي، قوماندان اسدالله ۶۵ کاله عمر درلود او د بلخ د زارع ولسوالۍ اوسېدونکی و.
هغه زیاته کړه چې بریدګر له سیمې تښتېدلی او پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.
قوماندان اسدالله په تېر کې د جنبش ګوند غړی هم پاتې شوی و.