منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۴ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د پاکستان پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ غړى نيولى

Array
· ۱ دقیقه لوستل · ۹۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٩): د پاکستان پوليسو په پېښور ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنک بل مخکښ کړى ډاکتر سيد عالم مسيد نيولى دى.

د غورځنګ مرکزي غړي محسن داوړ په ټويټر کې ليکلي چې پوليسو تېره شپه د پېښور په حيات اباد ښارګوټي کې د ډاکتر سيد عالم پر کور عمليات کړي او هغه يې له کوره بیولى دى.

هغه چې د پاکستان د ملي اسامبلۍ غړى هم دى، د ډاکټر سيد عالم نيول کېدل غندلي او زياته کړې یې ده: «د غورځنګ خلاف نا اعلان شوي اقدامات پيل شوي، خو دوى به د حکومت پر دغو کړنو له خپلو حقونو پر شا نه شي.

د پېښور د پوليسو چارواکي د نوموړي نيول تاييدوي او وايي چې پر هغه د حکومت ضد اقداماتو تورونه دي.

د ډاکتر سید عالم مسید د نيول کېدو پر مهال په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي چې نه پوهېږي، کراچۍ ته به يې وړي او که دلته پېښور کې به ساتل کېږي.

د يادونې ده، له دې مخکې د غورځنګ بل مخکښ غړى علي وزير هم له نيول کېدو وروسته د کراچۍ په يوه زندان کې ساتل شوى دى.