منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

طالبانو امريکا ته د هوايي بريدونو پر وړاندې د جدي غبرګون خبرداری ورکړی

Array
· ۲ دقیقې لوستل · ۲۳۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٩): وسله والو طالبانو ويلي چې امريکايي ځواکونو د دوحې له تړونه پر سرغړونې په درېيو ولايتونو کې پر دوى هوايي بريدونه کړي، خو امريکايي ځواکونه وايي چې له افغان ځواکونو دفاع د دوحې تړون برخه ده.

د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د مرغومي په ١٥مه پر ټويټر خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له تېرو څو ورځو راهيسې  په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د امریکايي ځواکونو له خوا پر طالبانو هوايي بریدونه شوي.

سرچينې دغه راز زياته کړې چې  له بلې خوا دولتي ځواکونو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې عملیات پيل کړي چې امريکايي ځواکونه يې هوايي ملاتړ کوي.

طالبانو ادعا کړې ده چې دغه بمبارونه په غير جنګي سیمو کې ترسره شوي او عملیات هم نوي پيل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د امريکايي لوري له خوا دا ډول مکررې سرغړونې په داسې مهال رامنځته کېږي چې وړمه ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مايک پومپيو اعلان وکړ چې د تړون له لاسلیک څخه وروسته د طالبانو له خوا پر امریکایانو کوم برید نه دی شوی.

د طالبانو په وينا، د مايک پومپيو اعتراف د طالبانو له خوا د دوحې تړون ته ژمنتيا څرګندوي.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې خبردارى ورکړى، که يادې بمبارۍ او په کندهار کې عملیات هر څو ژر بند نه شي او د بیا ځل لپاره پر طالبانو د تړون له مندرجاتو خلاف بمبار او عمليات دوام وکړي، نو دوى به هم جدي عکس العمل ته اړ شي، په هغه صورت کې به یې مسوولیت امريکايي لوري ته راجع وي.

بلخوا په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند سوني لګيټ د دوحې له تړونه د سرغړونې په تړاو د طالبانو ادعا رد کړې ده.

هغه د طالبانو خبرپاڼې په ځواب کې ليکلي چې د دوحې تړونه ته د دوى ژمنتيا ثابته ده خو دوى به د طالبانو بريدونو پر مهال له افغان ځواکونو دفاع ته ادامه ورکوي.

د امريکايي ځواکونو وياند يو ځل بيا په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر کمولو ټينګار کړى دى.

سوني لګيټ ويلي چې د طالبانو له خوا د دولتي چارواکو او مامورينو، مدني فعالانو او ژرنالېستانو د وژلو لړۍ بايد د سولې پروسې د بريا لپاره ودرېږي.

د هغه په وينا چې که څه هم طالبان د دغو بريدونو مسووليت نه دى اخيستى.

د يادونې ده، له دې مخکې هم طالبانو او امريکايي ځواکونو پر يو بل دا ډول تورونه لګولي دي.