منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ملي مصالحې عالي شورا غړي: له اوربند پرته د سولې خبرې پايله نه ورکوي

Array
· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۹): د ملي مصالحې عالي شورا يو شمېر غړي وايي، له اوربند پرته د سولې خبرې نتيجه نه ورکوي او د خبرو دې پړاو کې بايد افغان حکومت او وسله وال طالبان اوربند اعلان کړي.

دوی دغه راز قطر کې د پيلېدونکو دويم پړاو بين الافغاني خبرو اترو ته هم هيله مندي وښوده چې اوربند په کې اعلان او د سولې لپاره به پر ميکانيزم بحث وکړي.

دوی دا څرګندونې د مرغومي په ۱۶مه ننګرهار کې د سولې او اوربند په تړاو جوړه شوې غونډه کې وکړې.

په دې ولسي غونډه کې له طالبانو او افغان حکومته د اوربند غوښتنه وشوه او هېواد کې د روانو جګړو پر بدو عواقبو يې اندېښنې څرګندې کړې.

د ملي مصالحې عالي شورا غړي پير سيد اسحاق ګيلاني نيوکه وکړه چې طالبانو د اورکم په نوم باندې جګړه لا توده ساتلې او اندېښنه يې څرګنده کړه چې د اوړي په راتګ سره به دا جګړه لا پراختيا پيدا کړي.

خو نوموړي وویل، اوربند کولی شي چې دا ټولې اندېښنې ختمې، د سولې راغلی فرصت ګټور او د سولې خبرې اترې برياليتوب ته ورسوي.

هغه زياته کړه: ((بې اوربنده ناممکن ده چې سوله کاميابۍ ته ورسېږي، ولې اوربند په کومو معياراتو باندې، طالبان هم يو مقدار غوښتنې لري چې د هغوی غوښتنو ته بايد احترام وشي، داسې چې د يوې خوا نه فرمايش ورکړل شي چې تاسو اوربند وکړئ تاسو راشئ حکومت کې شامل شئ، فکر نه کوم چې په دې رقم باندې طالبان اوربند وکړي.))

دغه راز د ملي مصالحې عالي شورا بل غړي مولوي شهزاده شاهد هم د اوربند غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې له اوربند پرته د سولې خبرې هېڅ نتيجه نه ورکوي.

هغه زياته کړه، په يوه وخت کې هم سوله او هم جګړه نا ممکنه ده که جګړه بنده نه شي نو سوله به هېڅکله را نه شي او ټينګار يې وکړ که هر څوک د خپلې څوکۍ په خاطر د سولې خبرو اترو ته غاړه نه ږدي او خنډ جوړوي ولس به يې پر وړاندې راپورته شي.

په دې ولسي غونډه کې چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پخواني استازي اميرجان دولتزي يې کوربه توب کولو تر ډېره د جګړو پر زيانونو او د اوربند په مځته راتګ په کې ټينګار وشو.

اميرجان دولتزي وويل، له دغې غونډې يې موخه دا ده چې پر حکومت او طالبانو ولس غږ وکړي چې له جګړو تېر شي، اوربند اعلان او له هغه وروسته د سولې خبرې مخته يوسي.

دغه راز د غونډې يو بل ګډونوال عبدالرحمن شمس وويل، که حکومت او طالبان پر ولس رحم لري، نو بايد اوربند وکړي ځکه جګړه کې دواړو خواوو ته هم افغانان وژل کېږي او بې طرفه ولس هم د دغو جګړو قرباني دی.

مدني فعالې ليلو افغان بيا ټينګار وکړ چې د سولې خبرو کې دې د ولس غوښتنو ترڅنګ د ښځو حقونو ته هم پاملرنه وشي خو لومړی ټينګار يې د اوربند اعلان و.

د يادولو ده چې د افغان سولې مرکچي پلاوی نن سهار قطر ته لاړ چې هلته د طالبانو له مرکچي پلاوي سره د سولې پر اجنډا د خبرو اترو دويم پړاو پرانېسته وکړي.