کابل (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٩): د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، د افغان دولت مرکچي پلاوي لپاره يې ملاتړی لارښود جوړ کړى څو د سولې خبرو کې ترې ګټه واخلي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د شورا رهبرۍ درېيمه ناسته تېره شپه د مرکچي پلاوي په ګډون جوړه شوه.
سرچينې زياته کړې، په پیل کې په قطر کې د افغانستان د سفیر عبدالحکيم دليلي روح ته د دعا لاسونه لپه شول او د سولې په برخه کې یې د هغه د نېکو کارونو او ګټور رول ستاینه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې په برخه کې د ټولو نظرونو د توحید چې مرکچي پلاوی به د ملاتړي لارښود په توګه ترې کار اخلي، د رهبرۍ کمېټې شپه او ورځ هڅو ته په اشارې وویل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوی د افغان دولت او افغانانو له کلک ملاتړه برخمن دی او په پوره ډاډ سره د سولې خبرو اترو په دویم پړاو کې ګډون کوي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ټینګار وکړ چې د دویم دور خبرو اترو له پیل سره دې د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې خپلې مسلسلې ناستې جوړوي، څو د اړتیا پر وخت له مرکچي پلاوي سره خپلې ملاتړې مشورې شریکې کړي.
ورپسې د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې غړي محمد یونس قانوني جوړ شوی ملاتړی لارښود د ناستې ګډونوالو ته وړاندې کړ، وروسته یې د هغه بشپړولو لپاره د رهبرۍ کمېټې غړو او مرکچي پلاوي نظرونه هم واخیستل.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي د ملاتړي لارښود له جوړېدو په مننې سره وویل: “اوس پوهېږو چې په دویم دور خبرو اترو کې زموږ لومړیتوب څه شی دی، موږ په پوره ډاډ او قوي ارادې سره د سولې راوستلو په برخه کې د سولې خبرو اترو دویم دور ته ځو چې په دې برخه کې د افغان دولت او ملت کلک ملاتړ زموږ لپاره حیاتي دی.”
د بين الافغاني مذاکراتو د دويم پړاو خبرو اترو لپاره د افغان دولت مرکچي پلاوى نن له غرمې مخکې دوحې ته روان شو.









