ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرونا په افغانستان کې د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال اووه کسان مړه کړي

author avatar
5 Jan 2021 - 14:33
author avatar
5 Jan 2021 - 14:33

کابل (پژواک، ١٦ مرغومی ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٩٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۳۱۰۵ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د مرغومي په ١٦مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٨٢٠ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٩٤ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۳۱۰۵ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ۱۳ په کابل، ۱۲ په هرات، ۱۰ په پکتیا، ۷ په ننګرهار، ۷ په کاپیسا، ۷ په کونړ، ۶ په کندهار، ۶ په تخار، ۶ په کندوز، ۳ په بلخ، ۳ په پروان، ۳ په فاریاب، ۲ په بغلان، ۲ په نیمروز، ۲ په پکتیکا او یوه- یوه هم په دایکنډي، غزني، لوګر، غور او پنجشېر ولايتونو کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٣٦ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له یاد ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۲۶۶۶ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٧ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۲۲۴۴ ته ورسېد.

کرونا ويروس څه باندې يو کال مخکې په چين هېواد کې خپور شو چې بيا يې د افغانستان په ګډون لږ تر لږه د نړۍ ټولو هېوادونو ته سرايت وکړ خو په دې وروستيو کې د کرونا نوى بڼه بيا په امريکا او برېتانيا کې لېدل شوې ده.

د کرونا ويروس د نوى بڼې له پيدا کېدو سره سم يو شمېر هېوادونو خپل سرحدونه بيا له سره تړلي دي او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم له خلکو غوښتنه کړې چې نورو هېوادونو ته خپل سفرونه کم کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.