ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: هغه کسان چې د اداري فساد د دوسیو له امله زنداني شوي، بیا دې استخدام نه شي

author avatar
5 Jan 2021 - 20:02
author avatar
5 Jan 2021 - 20:02

کابل (پژواک ۱۶ مرغومی ۹۹): ولسمشر غني وايي، اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون بايد د دې صلاحيت ولري چې د ده د دفتر او د جمهوري رياست اړوند ادارو په شمول ټولې دولتي ادارې وارزوي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون رئیس او غړو سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.

سرچينه زياتوي، په پیل کې ولسمشر غني د یاد کمېسیون رئیس او غړو ته اداري فساد سره د مبارزې قانون پلي کولو په برخه کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ، وې ویل، د موازي ادارو لیست ترتیب کړئ، ترڅو د برخلیک په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شي.

نوموړي د یاد کمېسیون رهبري ته د وزیرانو او خپلواکو ادارو مسوولینو د ارزونې لپاره د واضح پروسیجر ترتیبولو او د صلاحیتونو د تعریف لارښوونه وکړه، وې ویل، اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون باید د بودجې له اړخه خپلواک شي.

وروسته اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون رئیس عبدالقیوم نظامي اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د اجرااتو راپور له جمهور رئیس سره شریک کړ، وې ویل، کمېسیون د ارزونې چارې په خپلواک ډول مخته وړي او فساد سره د مبارزې په برخه کې به اساسي بدلون رامنځته شي.

هغه زیاته کړه، کمېسیون اوسمهال پر یوې کلنې موقتې ستراتېژۍ کار کوي او خپلې ارزونې به د بلې جامع او هراړخیزې پنځه کلنې ستراتېژۍ د بشپړولو لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې ترسره کړي. دوی دغه راز پر داسې یوه طرحه کار کوي چې له مخې به یې د موازي او غېر ضروري ادارو برخلیک هم معلوم شي.

عبدالقیوم نظامي د ملتوي دوسیو د تعقیب په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، اړوندو ارګانونو سره د قضایاوو د تعقیب جریان چټک شوی او د فساد ټول موارد به د کمېسیون له لوري وڅېړل شي.

جمهور رئیس غني د یادو راپورونو له اورېدو وروسته اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون له لوري د موقتې او دایمي ستراتېژیو د ترتیب هرکلی وکړ، وې ویل، دغه ستراتېژۍ دې د قانون د حاکمیت عالي شورا ته د تایید او د کابینې غونډې ته د اطلاع رسولو لپاره وړاندې شي.

ده څرګنده کړه، د کمېسیون کاري خپلواکي او د ارزونې صلاحیت باید معلوم وي چې وکولای شي د ده د دفتر او د جمهوري ریاست اړوند ادارو په شمول ټولې دولتي ادارې وارزوي.

محمد اشرف غني په ټینګار سره وویل، هغه کسان چې د اداري فساد د دوسیو له امله زنداني شوي، بیا استخدام نه شي او په اړه یې باید قوانین تغییر ومومي، همداراز کمېسیون باید جمهور رئیس ته د کارکوونکو د تعلیق د وړاندیز صلاحیت ولري.

جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د تورونو په اړه د مدنې ټولنې حساب ورکولو موضوع اړینه ده، باید خپل تورونه له ثبوت سره وړاندې او د غیر مستند تورونو، قانوني مسوولیت ومني.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.