غزني ښار (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٩): په غزني کې امنيتي سرچيني وايي چې د يوه نفوذي کس د بريد له امله په غزني ښار کې شپږ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
په غزني کې يوې امنيتي سرچينې د مرغومي په ١٦ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د غزني ښار د توحيداباد سيمې په يوه پوسته کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي دي.
هغه وايي: ((لومړى يې دغه کسان مسموم کړي، بيا يې وژلي دي او خپله نفوذي کس د کندهار ولايت اوسېدونکى دى.))
خو بل لورته ٢٠٣ تندر قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په ياد بريد کې دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
اعلاميه کې زياته شوې چې نفوذي کس د وسله والو طالبانو په مرسته له سيمې تښتېدلى دى.
بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د غزني ښار د توحيد اباد په سيمه کې پر يوې پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د ملي اردو اووه سرتېري وژل شوي او يو بل يې ژوندى نيول شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په کندهار ولايت کې هم نهه امنيتي سرتېري په ورته يو بريد کې وژل شوي وو.