منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:13 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

ننګرهار کې د يوه قاضي او ملي امنيت دوو کارکوونکو قاتل نيول شوی

Array
· 1 دقیقه لوستل · 110 کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ملي امنيت منسوبينو د طالبانو دوه مهم غړي نيولي چې يو په کې د يوه قاضي او ملي امنیت دوو کارکوونکي قاتل دی.

د چارواکو په وينا، بل نيول شوي طالب د پوهنې يو مدير په ټيلېفون کې ګواښلى و.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وايي، د ننګرهار استیناف محکمې د عامه حقوقو استیناف دېوان قضایي غړي شهید قاري رفیع الدین اشنا او د ملي امنیت د دوو کارکوونکو قاتل له نیول کېدو وروسته پر خپل جرم اعتراف وکړ.

هغه په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي، نیول شوی کس د وسله والو طالبانو ښاري شبکې پنځه کسیز ګروپ مشر همایون نومېږي چې څو ورځې مخکې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د ملي امنیت ځواکونو له لوري ونیول شو.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ملي امنيت مؤظفينو د خيرالله په نوم د طالبانو هغه غړی نيولی چې د پوهنې ادارې يو مدير ته يې په ټيلېفون کې ګواښونه کول او پیسې ترې غوښتې.

د ننګرهار والي وايي، نيول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی چې ژر به عدليي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Array