منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د سولې ولسي حرکت: دولت او طالبانو دې پر يوه درېيمګړي منځګړي موافقه وکړي

Array
· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٩) : د سولې ولسي حرکت له دولت او طالبانو غوښتي چې په يوه درېيمه منځګړې ډله چې له بې طرفه افغانانو جوړه وي، موافقه وکړي څو دا منځګړې ډله ټول اختلافي مسايل حل کړي .

د سولې ولسي حرکت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو دويم پړاو په داسې حال کې پيلېږي، چې دهېواد په ګوټ ګوټ کې هره ورځ په لسګونه افغانان وژل کيږي او په لسګونه ټپيان کيږي، هره ورځ په هدفي وژنو، چسپکي ماينونو، د سړک دغاړې ماينونو او بمباريوکې د وطن بچي ضايع کيږي.

سرچينې زياته کړې، دهېواد ټولې لويې لارې د عام ولس لپاره انتهايي خطرناکې شوې دي چې يوازې ډير مجبور خلک پرې سفر کولای شي، دلارو بندښت په ټولو لويو او وړو ښارونو کې د توکو بيې ډېرې لوړې او د فقر کچه ٧٠ سلنې ته لوړه شوې ده.

دغه حرکت ويلي، په ټوله کې دا دربه دري عام ولس ته د جنګ له امله پېښه  شوې ده .

په خبرپانه کې راغلي، نوره روانه جګړه په هيڅ دين او په هيڅ مذهب کې جايزه نه ده، نو په همدې بنسټ د واقعي خلاصون لپاره مذاکراتي ټيمونه بايد د افغان ولس لاندې غوښتنې ومني .

د سولې ولسي حرکت ويلي، تر هر څه وړاندې د جنګ پر درولو کار وشي دواړه لوري دې يوازې او يوازې د اوربند په ټينګېدا او مربوطاتو يې کار وکړي عام باور دا دی چي اختلافي موارد پېچلي دي دا موارد بايد د خونريزۍ لامل ونه ګرځي .

دوى غوښتنه کړ، د دې لپاره چي اختلافي موارد ژر حل شي ښه خبره دا ده چي دواړه جنګي لوري يوه درېيمه منځګړې ډله چي مطلق له بې طرفه افغانانو څخه جوړه وي ومني چې له دې ډلې، جنګي لوري نړيوال او ملل متحد پوره ملاتړ وکړي اجازه دې ورکړي چي دا منځګړې ډله ټول اختلافي مسايل حل کړي .

د سولې ولسي حرکت ويلي، که احيانآ منځګړې ډلې دا اختلافات حل نه کړای شول د مذاکراتي ټيمونو د استازو، ملل متحد او منځګړې ډلې څخه دې يوه ګډه کاري کمېټه جوړه شي، دوی دې د يوه منظم انتخاباتي ميکانيزم له مخې د دولت او طالبانو د واک لاندې سيمو قومي مشران، علما او ځوانان راوغواړي او يوه واقعي دوديزه لويه جرګه دې دايره کړي د مذاکراتو ټول اختلافي موارد دې، دغې جرګې ته وړاندې کړي .

سرچينې ويلي، د افغان ولس دې عنعنوي مرجعې چې هر راز پرېکړه وکړه ، ټول جنګي لوري، نړيوال او سيمه وال دې يې ملاتړ وکړي، پرته له داسې يوې بنيادي لارې ،هيڅ شونې نه ده چې دا ژور او  پېچلي اختلافي موارد دې سره حل و فصل شي، که اختلافي موارد هر څومره ځنډ رامنځته کوي هغومره ولس او وطن خطرناکترين لوري ته روانيږي .