لښکرګاه (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٩): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د هوايي بريد له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
په هلمند کې يوې امنيتي سرچينې د مرغومي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز لښکرګاه اړوند د بشران په سيمه کې د ملکي خلکو پر کورونو هوايي بمبار شوى دى.
هغه وايي: ((دغه بمبار د حاجي وزير اکا او د بزګر جمعه ګل پر کورونو شوى دى چې په ترڅ کې يې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.))
سرچينه زياتوي چې په وژل شويو کې درې ښځې او دوه هلکان دي.
په دې اړه د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
دى وايي: ((تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پېښه د هوايي بريد له امله رامنځته شوې او که چېرې د وسله والو مخالفينو هاوان مرمۍ پر دې کورونو لګېدلې ده.))
د الهام په وينا، د يادې پېښې د څېړلو په موخه يو کمېسيون ټاکل شوى چې ترڅېړنو وروسته به ټول جزئيات له رسنيو سره شريک کړاى شي.
بل لورته وسله وال طالبان هم دغه بريد تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره شپه امريکايي ځواکونو د مرکز لښکرګاه اړوند د بشران په سيمه کې د عامو خلکو پر کورونو بمبار کړى دى.
دى هم وايي چې په دغه بريد کې د درېيو ښځو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
خو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند سونى لګېټ پژواک ته وويل چې امريکايي ځواکونو په هلمند کې کوم بمبار نه دى کړى.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم يو شمېر ملکي وګړي د هوايي بريدونو پرمهال وژل شوي دي.









