کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٩): د امريکا کانګرېس يا ملي شورا په رسمي توګه جوبايډن د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکى اعلان کړ، بلخوا پوليسو ويلي چې پر کانګرېس د ټرمپ د پلويانو د بريد پر مهال څلور کسان وژل شوي دي.
د کانګرېس غونډه چې پرون د ټاکنو وروستيو رسمي پايلو په موخه جوړه شوې وه، د ټرمپ زرګونو پلويانو چې ځيني يې وسله وال هم وو، پر کانګرېس بريد وکړ او دا ودانۍ يې د څو ساعتونو لپاره ونيوله.
خو وروسته د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې معترضين له ودانۍ و ايستل شول او غونډه بيا پيل شوه او په پايله کې يې د ډيموکراتانو کانديد جو بايډن په رسمى توګه ګټونکى او د امريکا منتخب ولسمشر اعلان کړ.
د امريکا غږ راپور له مخې، د کانګرېس (سنا او ولسي جرګې) په دې غونډه کې د امريکا د ټولو ٥٠ ولايتونو کالج رايې وړاندې شوې چې په اکثريت سره ومنل شو.
د امريکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې ٥٣٨ د کالج رايې وي چې بايډن ٣٠٦ او ټرمپ ٢٣٢ رايې ګټلې وې.
په دې ناسته کې د ټرمپ ګوند پلويانو په ځينو ولايتونو کې د درغليو نيوکې درلودې چې د کانګرېس له خوا په اکثريت سره رد شوې.
د کانګرېس له اعلان وروسته ولسمشر ټرمپ ويلي چې د جنورۍ په ٢٠مه به په منظمه توګه د واک لېږد مراسم ترسره کېږي، خو هغه يو ځل بيا په ټاکنو کې د درغليو تور پورې کړى دى.









