ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د سون توکو، سرو زرو او اوړو بیې لوېدلې دي

author avatar
9 Jan 2021 - 16:48
author avatar
9 Jan 2021 - 16:48

کابل (پژواک، ٢٠ مرغومی ٩٩): د تېرې اوونۍ په پرتله نن په کابل ښار کې د سون توکو، سرو زرو، قزاقي اوړو، تېلو او تور چای بیې راټیټې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیې پر خپل ځای پاتې دي.

د کابل ښار په منډوي بازار کې د خوراکي توکو یوه عمده پلورونکي محمد امېد حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شنبې په نسبت نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو پلور بیه له ۱۷۵۰ څخه ١٧٤٠ افغانۍ او د یو کیلوګرام تور افریقایي چای پېر بیه له ٣٤٠ نه ٣٢٠ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د صادروونکو هېوادونو (مالیزیا او پاکستان) په بازارونو کې هم د یادو توکو بیې ټیټې شوې دي.

خو نوموړي زیاته کړه چې نن هم لکه تېره شنبې د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو عمده پلور بیه ۲۴۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره ۲۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۵۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانیو پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه عمده پلورونکي حامد صوفي پژواک ته وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ١٧٥٠ افغانۍ، ۵۰ کیلوګرامه هندي بوره په٢٣٠٠ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ٢٤٢٠ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ١٥٨٠ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ٣٣٠ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

په دې اوونۍ کې د سون لرګیو او تېلو بیې لوېدلې دي.

قدرت الله چې د کابل ښار د شهید څلورلارې سیمه کې د لرګیو پلورنځی لري، وویل چې د یو خروار بې پوست بلوط لرګيو بیه له ٨٦٠٠ څخه ٨٢٠٠ افغانۍ، د یو خراوار سرې ارچې لرګيو بیه له ۸۰۰۰ ٧٩٠٠ افغانيو او د ډبرو سکرو یوه ټن بیه له ٦٨٠٠ څخه ٦٥٠٠ افغانیو ته رټیټه شوې ده؛ ځکه دغو توکو ته تقاضا کمه شوې ده.

د کابل ښار تایمني څلورلارې د هاشمي تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، نن د تېرې شبنې په پرتله نن د یوه لېتر پټرولو بیه له ٣٩ څخه ٣٦ افغانيو ته او د یوه لېتر ډېزلو بیه له ۳۹ څخه ۳۸ افغانیو ته راټیته شوې ده.

د هغه په خبره، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیو له ټیټېدو سره په کابل ښار کې هم د هغو بیې لوېدلې دي.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۵۵ افغانۍ ده.

په دې اوونۍ کې د سرو زرو بیې هم ټیټې شوې دي.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ٣١٥٠ څخه ٢٩٠٠ افغانیو او د یو ګرام ٧٥٠عیار عربي سرو زرو بیه له ۳۷۵۰ افغانیو٢٩٠٠ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

هغه وویل چې په کابل ښار کې د سرو زور بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر پېر بیه ٧٧،١٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ٤٧٨ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرغومي پر ۱۳مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ٧٧،١٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٤٧٩ افغانۍ بدلېدې.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.