ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

پکتيا کې چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

ګردېز، جلال اباد (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٩) : ځايي چارواکي وايي چې د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې ماين چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ  ژوبله اړولې ده .

د پکتيا سرپرست امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران د مرغومي په ٢٢مه، پژواک اژانس ته وويل، طالبانو د اريوب ځاځي ولسوالۍ د بيان خېلو او غونځي احمدخېلو تر منځ باغ درې سيمه کې ماين ځای پر ځای کړی و، چې په ماشومانو يې چاودنه کړې ده.

هغه زياته کړه، په دغې چاودنه کې يو ماشوم  وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار مرکز په جلال اباد ښار کې ناپېژاندو وسله والو کسانو د ملي امنيت پر يو کارمند ډزې کړي او وژلی يې دی.

پېښه نن د مرغومي په ۲۲مه سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند ګولايي عربانو سيمه کې شوې.

د ننګرهار ولايت مقام رسنيو دفتر دا پېښه پژواک ته تاييد کړه.

د پېښې يو عيني شاهد عزيزالله وايي، د امنيت دغه کارمند خپل موټر کې و چې وسله والو پرې ډزې وکړې.

د ملي امنيت يوې باوري سرچينې هم پژواک ته تاييد کړه چې يو کارمند يې نن جلال اباد کې وژل شوی دی.

د دغې وژنې مسووليت تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې نه دی منلى.

د يادولو ده چې شاوخوا يوه مياشت مخکې په همدې سيمه کې په ورته يوه بريد کې د ملالې ميوند په نوم يوه خبرياله او موټر چلوونکی يې ووژل شول.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.