ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا د يمن حوثي ملېشه ترهګره ډله اعلان کړه

امريکا د يمن حوثي ملېشه ترهګره ډله اعلان کړه

author avatar
11 Jan 2021 - 15:42
امريکا د يمن حوثي ملېشه ترهګره ډله اعلان کړه
author avatar
11 Jan 2021 - 15:42

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٩) : د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يمن کې د انصار الله په نوم  حوثي  ملېشه “ترهګره” ډله اعلان کړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په ټويټر کې ليکلي چې د حوثي ملېشې د درېيو مشرانو عبدالملک حوثي، بدالخليق بدرالدين حوثي او عبدالله يحيى حکيم نومونه هم د امريکا د بندېزونو په لېست شامل شوي دي.

هغه زياته کړې، دا ګام د دې لپاره اخيستل شوی چې انصار الله په يمن کې له ترهګريزو فعاليتونو راوګرځول شي او تر څنګ يې په سيمه کې د ايران د رژيم د لا ډېر ورانکاره فعاليت مخه ونيول شي.

امريکا ويلي چې د حوثي ملېشو ترهګريزو فعاليتونو کې د يمن تر پولو بهر بريدونه ، ملکي خلکو، زېربناوو او سوداګريزو بېړيو ته د ګواښونو پېښول هم شاملېږي.
د راپورونو له مخې، حوثيان د ايران له حکومت سره نږدې اړيکې پالي او له کلونو راهيسې په يمن کې د سعودي عربستان او متحدانو له ملاتړ برخمن حکومت سره په جګړه بوخت دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دې ترڅنګ په يمن کې د ارامۍ ټينګښت او د دغه هېواد چارو کې د ايران د لاسوهنو د بندېدو غوښتنه هم کړې ده.

Visits: 64

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.