ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د یوه لوی کرنیز کمپلیکس جوړولو چارې پیل شوې

په کندهار کې د یوه لوی کرنیز کمپلیکس جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
13 Jan 2021 - 18:30
په کندهار کې د یوه لوی کرنیز کمپلیکس جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
13 Jan 2021 - 18:30

کندهار (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۹): په کندهار کې پر ۱۱۰۰ جریبه ځمکه د یوه لوی کرنیز کمپلیکس جوړولو چارې پیل شوې.

دغه کرنیز کمپلیکس د کنډا فروټ او وزیرزي ګلوبل شرکتونو له خوا د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په پانګونه جوړېږي.

د یاد شوي کمپلیکس د بنسټ اېښودلو په مراسمو کې د کندهار د والي روح الله خانزاده تر څنګ ولسمشر محمد اشرف غني، د کرنې وزیر انوارالحق احدي او یو شمېر وزیرانو په انلاین توګه ګډون کړی وو.

په پيل کې د کرنې وزیر انوارالحق احدي وینا وکړه او ویې ویل، په کندهار کې د کرنیز کمپلیکس جوړول یوه نوې مفکوره ده چې له دې سره کرنه او مالداري وده کوي، د صادراتو کچه لوړېږي او په پایله کې د هېواد اقتصاد پرمختیا مومي.

د کرنې وزارت معین حشمت الله غفوري وویل، کرنه او مالداري د هېواد د اقتصاد لویه برخه جوړوي او په تېر زېږدیز کال کې په ملي ناخالصو عوایدو کې ۲۵.۵۲ سلنه ونډه د کرنې او مالدارۍ وه.

هغه زیاته کړه، افغانستان مېوې، طبي او طبیعي بوټي، حبوبات او سابه لري چې د خصوصي سکتور له خوا د حکومت په مرسته هند، پاکستان، ایران، سعودي، ترکیې، روسیې، اماراتو او ازبکستان ته صادرېږي.

خو دی وايي چې د صادراتو اوسنۍ کچه د قناعت وړ نه ده او باید څو برابره شي، څو د هېواد عواید لوړ شي، نوي کاري فرصتونه ایجاد شي او د هېواد اقتصاد بنسټیز پرمختګ وکړي.

د ده په خبره، په دې برخه کې د کندهار د کرنیز کمپلیکس طرحه د اقتصاد عالي شورا له خوا د ۱۳۹۸ لمریز کال د لېندۍ میاشتې په ۲۶مه په پرنسیپ کې تصویب شوه چې نه یواځې په دې زون بلکې په ټول افغانستان کې به ژور مثبت بدلونونه راولي.

غفوري خبر ورکړ چې دا طرحه به له کندهار څخه په تقلید د هېواد په ټولو زونونو کې د کرنې او اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره په همغږۍ د خصوصي سکتور له خوا پلې شي.

د کندهار کرنیز کمپلیکس بنسټګر جلال الدین سعید وویل، د ولسمشر د هڅونې او ترغیب له مخې د هوايي دهلېزونو رغولو پر مټ او د رېل پټلۍ له لارې د اوبو له بندرونو سره د افغانستان د نښلولو پروګرام لامل شو چې کنډا فروټ او وزیرزی ګلوبل شرکتونه په ګډه یو لوی اقتصادي ګام پورته کړي.

هغه زیاته کړه، د کندهار کرنیز کمپلیکس د کندهار ښار د عینو مېنې په صنعتي ښارګوټي کې پر ۱۱۰۰ جریبه ځمکه د BRCGS او Global GAP نړیوال معیارونو له مخې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په پانګونه جوړېږي.

دی وايي، د دغه کمپلیکس په چوکاټ کې ۲۶ زره کسانو او ۱۸۰ زره کروندګرو او سوداګرو ته د اړوندو ځنځیري ارزښتونو په اوږدو کې د کار دوامداره زمینه برابرېږي.

ده وویل، کندهار کرنیز کمپلیکس د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره په نړیواله توګه یو باوري ادرس رامنځته کوي، د صادراتو کچه لوړه او د وارداتو کچه ټیټوي، د هېواد مېوه د اقتصادي کمېشنکارانو له انحصاره خلاصوي، د داخلي او نړیوالو بازارونو تر منځ د نښلوونکي پول دنده تر سره کوي او تر ټولو غوره دا چې د دغه کمپلیکس په وسیله صادروونکي خپل محصولات په خپله تجارتي نښه د نړۍ بازارونو ته صادروي.

د ده په خبره، دغه کمپلیکس به په شپږو پړاوونو کې بشپړ شي چې لومړی پړاو یې د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ فابریکې، لویې سړې خونې او د هغوی ځنځیري ارزښت، د مېوو او سبو مارکېتونه، ټیشو کلچر، او کېماوې تجزیوي لابراتوارونه جوړوي.

دویم پړاو یې د کرنیزو محصولات حمایوي صنعتي فابریکې، درېيم پړاو یې سوداګریزه کرنه او باغداري، څلورم پړاو یې د لبنیاتو ځنځیري ارزښت، پنځم یې د څارویو بشپړ ځنځیري ارزښت او شپږم پړاو یې د لومړنیو توکو تصفیه خونې او تولیدي فابرکې جوړوي.

سعید وویل، په پام کې ده دغه کمپلیکس په لومړي فاز کې د ۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه په نړیوالو معیارونو پروسس شوې او بسته بندې شوې ۸۸ زره مټریک ټنه مېوې او سابه نړیوالو پوټنشیل لرونکو هېوادونو ته صادر کړي.

د ده په خبره، لومړی کال به د انځرو، انارو، انګورو او شکرپارې پروسس فابریکې جوړوي، په دویم کال کې به د سبو پر معیاري پروسس او بسته بندي او د تخمونو پر تولید تمرکز کوي، درېیم کال به د لبنیاتو معیاري پروسس او څلورم کال د بورې او اوړو د میلونو او تصفیه خونو جوړول په پام کې لري.

دغه راز ده یادونه وکړه چې کندهار کرنیز کمپلیکس د کرنیزو محصولاتو د راټولولو او کروندګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د ټول زون په هره ولسوالۍ کې خدماتي مرکزونه جوړول په پلان کې لري.

دی وايي، دغه مرکزونه به په کمپلیکس کې د One Window Service له څانګې سره تړلي وي او کروندګرو ته به په ډېر کم فیس د درملو، سرو، تراکتورونو، د سپرې ماشینونو او نورو اړتیاوو اسانتیاوې برابروي.

ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار کې د کرنیز کمپلیکس جوړول خپله لویه هیله وبلله او اړوندو پانګوالو او نورو مسوولینو یې د هغې د پوره کولو له امله مننه وکړه.

هغه ټولو هېوادولو ته د دغه لوی پرمختګ مبارکي وویله او یادونه ویې وکړه چې مثبتې اغېزې به یې ډېرې زیاتې وي.

ولسمشر له همدې امله دواړو پانګه والو (د کنډا فروټ شرکت مسوول جلاالدین سعید او د وزیرزي ګلوبل شرکت مسوول وزیرزي) ته د مډالونو ورکولو حکم ورکړ.

هغه زیاته کړه، په ارګ کې به یو دېوال یا منار جوړوي او د هغو پانګه والو نومونه به په کې ثبتېږي چې په هېواد کې له ۵۰ میلیونو څه ډېره پانګونه کوي.

هغه د هېواد په ټولو زونونو کې د دغسې کمپلیکسونو جوړولو د لړۍ د دوام غوښتنه وکړه او ویې ویل چې اقتصادي عالي شورا به په دې برخه کې جدي کار کوي.

ولسمشر دغه راز یادونه وکړه چې د کندهار د برېښنا ستونزې پر حلولو کار روان دی او دغه راز یې په کندهار هوايي ډګر کې د څو برابره پانګونې یادونه هم وکړه.

هغه له خصوصي سکتور څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې له یوې واضح طرحې سره را وړاندې شي.

Visits: 99

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.