ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ۳ کارکوونکي څارنوالۍ ته معرفي او ۳ نور تادیب شوي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ۳ کارکوونکي څارنوالۍ ته معرفي او ۳ نور تادیب شوي

author avatar
14 Jan 2021 - 19:26
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ۳ کارکوونکي څارنوالۍ ته معرفي او ۳ نور تادیب شوي
author avatar
14 Jan 2021 - 19:26

کابل (پژواک،۲۵مرغومی ۹۹): د پژواک د هغه راپور له خپرېدو چې د سولې وزارت یو خوراک ډوډۍ د بازار له بیې په ۱۰۲۷ افغانۍ لوړه بیه پېرلې او د تفتیش عالي ادارې له څېړنو وروسته د دغه وزارت درې کارکوونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي، درې نور تادیب شوي دي.

پژواک خبري اژانس د روان کال د زمري په اتمه «د سولې په چارو کې دولت وزارت مېلمنو ته یو خوراک ډوډۍ د بازار له نرخ په ۱۰۲۷ افغانۍ لوړه بیه پېرلې» په نوم راپور خپور کړ.

د پژواک موندنو ښودلې وه چې د سولې په چارو کې دولت وزارت په داسې حال کې له یوه رستورانته یو خوراک ډوډۍ په ۲۵۰۰ افغانۍ پلورلې چې همدغه رستورانت د ورته ډوډۍ یو خوراک په ۱۴۷۳ افغانۍ پلوري.

د یاد راپور تر خپرېدو وروسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر ریاست د ۱۳۹۹ کال د مرغومي د ۲۴مې نېټې په ۱۴۵۴ شمېره مکتوب کې چې پژواک ترلاسه کړی، راغلي: ((د ولسمشرۍ ریاست عالي مقام د روان کال د زمري په ۱۵ مه د ۱۸۷۱ شمېرې لارښوونې په اساس د تفتیش عالي ادارې ته دنده سپارلې چې د هېواد د نافذه قوانینو او مقررو په رڼا کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت مېلمنو ته د غرمې ډوډۍ د برابرولو څرنګوالی وڅېړي، په همدې اساس د تفتیش عالي ادارې پلاوي دغه موضوع ارزولې ده.))

سرچینې لیکلي: ((د تفتیش ادارې د راپور او موضوع د سوابقو په اړه ثابتېږي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت مېلمنو ته د ډوډۍ د برابرولو لپاره له څو هوټلونو بیه اخیستل شوې او د بیې اخیستو اسناد تر د مالي کنټرول تر سرحده طی مراحل شوي او وروسته دغه بهیر د ادارې د مسوولینو له خوا بند او پاڼې یې ساتل شوې دي، یعنې د ډوډۍ د پېر لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت له بودیجې هېڅ پیسې نه دي مصرف شوې چې د دولت خزانې ته یې زیان رسولی وي.))

سرچینې زیاته کړې: ((سربېره پر دې، دا چې د بیې اخیستو په اسنادو کې جعل او درغلي شوې او اداري کارکوونکو یې په طی مراحلو کې دقت نه دی کړی، د قضیې په اړه د جرم او اداري سرغړونو تصور موجود دی؛ نو په دې اساس د ولسمشرۍ ریاست د عالي مقام د لارښونې سره سم دې د بیې اخیستونکي پلاوي درې غړي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي او د ارزونې پلاوي درې غړي دې تادیب شي.))

په مکتوب کې راغلي، د بیې اخیستونکي پلاوي درې غړي د روان کال د لیندۍ په ۱۱ مه د ډوډۍ د برابرولو پر مهال د بیو اخیستو په اسنادو کې د جعل او درغلۍ په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي، د ارزونې پلاوي درې کسان د روان کال د مرغومي په ۱۴ مه په اجرااتو کې د نه دقت له امله تادیب شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ترانسپورت ریاست کارکوونکی احمد بشار، د پروګرامونو ریاست کارکوونکی شبیر احمد قریشي او د دغه وزارت بل کارکوونکی خالد فیضي د ډوډۍ برابرولو پر مهال د بیې اخیستو په اسنادو کې د جعل او درغلۍ په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

دغه راز سرچینې زیاته کړې، د سولې وزارت د تدارکاتو رییس سید حکمت الله، اجرایه مدیره ناهید او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر رییس شمس الدین عثماني چې مقایسوي سند یې تایید او لاسلیک کړی، په اجرااتو کې د نه دقت له امله تادیب شوي او په سوانحو کې یې اخطاریه هم رسول شوې ده.

Visits: 95

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.