ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښاروال: د عوايدو راټولولو ځينې چارې خصوصي سکتور ته سپارو

د جلال اباد ښاروال: د عوايدو راټولولو ځينې چارې خصوصي سکتور ته سپارو

author avatar
14 Jan 2021 - 16:53
د جلال اباد ښاروال: د عوايدو راټولولو ځينې چارې خصوصي سکتور ته سپارو
author avatar
14 Jan 2021 - 16:53

جلال اباد (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۹): د جلال اباد ښاروال وايي، د فساد د کمښت او مخنيوي او خلکو ته د خدماتو د چټکتيا په موخه يې د دغې ادارې ۱۰۷ بستونه اعلان ته ورکړي چې د ازادې سيالۍ له لارې به ورته وړ اشخاص وګومارل شي.

دی وايي، په دغو بستونو کې يو شمېر يې نوي رامنځته شوي چې د مشخص کس نشتوالي له امله به د خلکو کارونه په ځنډ سره ترسره کېدل.

د جلال اباد ښاروال انجنير اباسين بهير چې تازه پر دغه دنده ګومارل شوی له پژواک خبري اژانس سره يې په يوه مرکه کې دا څرګندونې وکړې .

هغه وايي، د عوايدو لوړوالی، د پورونو ختمول، د انکشافي پروژو چټکتيا، ښاري نظم او پاکوالي ته پاملرنه او د فساد مخنيوی يې کاري لومړيتوبونه دي.

بهير زياته کړه، د فساد کمښت/مخنيوي او د خلکو د کارونو د چټکتيا په موخه يې د دغې ادارې ۱۰۷ بستونه چې ځينې يې نوي رامنځته شوي اعلان ته ورکړي چې د ازادۍ سيالۍ له لارې به ورته نوي او په کار پوه کسان ونيول شي.

د جلال اباد ښاروال زياتوي، له خپلو همکارانو سره په ګډه کار کوي تر څو د فساد هغه نوم چې دا اداره پرې بدنامه شوې، فساد د امکان تر کچې کم کړي چې د دغې چارې لپاره به د ښاروالۍ د عوايدو راټولولو يو شمېر چارې خصوصي سکتور ته په قرارداد ورکړل شي چې هم به د کار زمينې ډېرې شي او هم به د فساد مخه ونيول شي.

د جلال اباد ښاروال وايي،که څه هم تېرو کلونو کې دغه اداره له څلور سوه ميليونو افغانۍ ډېره پوروړې ده، خو د پورونو د خلاصون ترڅنګ هڅه کېږي چې را روان ۱۴۰۰ کال کې ۴۸۸ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي.

هغه وويل، د کرونا له امله دوی په ۱۳۹۹ کال کې هېڅ داسې انکشافي پروژه نه ده پلې کړې چې د ښاروالۍ په خپله بوديجه وي، خو د همکارو موسساتو پر مټ د سلګونه میليونو افغانيو رغنيزې چارې ترسره شوې دي.

ښاروال وايي، د کرونا له امله دوی خپل عوايد په مکمله توګه نه دي راټول کړي چې ۹۹ مالي کال عوايدو کې ۱۶۷ ميليونه افغانۍ کسر موجود دی چې يوازې له ۳۵ تر ۴۰ ميليونه افغانۍ يې جلال اباد ښار کې د سړک سر تختونو له طريقه نه دي اخيستل شوې.

انجنير بهير زياته کړه، پلان کې ده چې جلال اباد ښاروالۍ به ۱۴۰۰ مالي کال کې ۴۸۸ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي چې د هغه په خبره دا پلان د ده تر راتګ وړاندې جوړ شوی او هڅه کېږي چې د عوايدو کچه تر دې لا ډېره کړي.

دی وايي: ((د ښاروالۍ د عوايدو ۷۰ فيصده بايد د مقررو له مخې موږ په انکشافي پروژو مصرف کړو چې موږ په دې باندې کار کوو، ۱۴۰۰ مالي کال لپاره سره له دې چې ښاروالۍ پوروړې ده، د پورونو د خلاصولو ترڅنګ به موږ انکشافي پروژې هم په پام کې ونيسو او ترڅنګ به يې هغه پروژې چې له ۱۳۹۸ نه ۹۹ او اوس ۱۴۰۰ ته انتقال شوې هغه به هم بشپړو.))

ښاروال دا هم وويل چې د خپلو انکشافي کارونو په برخه کې به د جلال اباد ښار اوومې، اتمې او نهمې ناحيې ته هم ځانګړې پاملرنه کوي، ځکه دا ناحيې نوې رامنځته شوي او ډېر کار ته اړتيا لري.

دی زياتوي، اوس هم دغو ناحيو کې د ولسي تړون برنامې له لارې رغنيز کارونه پيل شوي، خو دا چې دا ساحې نوې له ښار سره وصل شوې دي، نو هڅه به وشي چې د ښاري اصولو مطابق ځينې چارې هم په کې ترسره کړي.

هغه د غصب مخنيوي په موخه وويل: ((د جلال اباد ښاروالۍ هغه ملکيتونه چې د غصب له خطر سره مخ دي، هڅه کوو چې وژغورل شي او هغه چې غصب شوي له اړوندو عدليي او قضايي ارګانونو سره په ګډه کار کوو چې له غاصبينو يې بېرته راوګرځوو.))

د جلال اباد ښاروال وايي، ښار کې د نظم  راوستو په موخه به ۳۰ څارندويان هم په دنده وګومارل شي چې هم به ښاري نظم ساتي او هم به دا چاره د بې روزګارۍ مخنيوي کې يو ګام اخيستل شوی وي.

جلال اباد د نفوس زياتوالي ته په کتو کوچنی ښار دی، چې پراختيا ته يې ډېره اړتيا ليدل کېږي.

Visits: 70

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.