ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د برېښنا او امنیتي ستونزو د صنعت د ودې مخه نیولې ده

ننګرهار کې د برېښنا او امنیتي ستونزو د صنعت د ودې مخه نیولې ده

author avatar
16 Jan 2021 - 15:47
ننګرهار کې د برېښنا او امنیتي ستونزو د صنعت د ودې مخه نیولې ده
author avatar
16 Jan 2021 - 15:47

جلال اباد (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۹): ننګرهار کې د صنعتي فابريکو مسوولين او د دغه ولايت د کانونو او صنايعو خونه وايي، لا هم د برېښنا کمښت، د امنيت نشتوالی او د صنعتي ښارګوټو د ځمکو غصب دلته د صنعت د ودې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

دوی وايي، که دا ستونزې حل شي نو په ننګرهار کې به د فابريکو له ډېرېدو سره زرګونه ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

اوسمهال په ننګرهار کې له درېيو صنعتي ښارګوټو يوازې يو يې فعال دی چې هلته هم فابريکه لرونکي د برېښنا نشتوالى، نا امنۍ او ځمکو د غصب له امله کارونه په ښه توګه پرمخ نه شي وړلاى.

ننګرهار کې د قالين اوبدونکو، شيخ مصري او حصارشاهي درې صنعتي پارکونه دي چې يوازې د شيخ مصري هغه يې څو کاله وړاندې فعال شوی خو تر اوسه يې نه سړکونه پاخه شوي، نه بشپړه برېښنا ور ورسېدلې او نه يې هم امنيت دومره دی چې فابريکه لرونکي هلته له ساتونکو پرته ولاړ شي.

په دغه صنعتي پارک کې د ګول سیخ يوې فابريکې مسوول سيد الرحمن وايي، ډېر کله يې فابريکه ځکه بنده وي چې برېښنا موجوده نه وي او په عادي جنراتورونو د فابريکې چاره نه کېږي.

سيد الرحمن وايي، ۱۶ کاله وړاندې دغلته د سړکونو، برېښنا او نورو اسانتياو رامنځته کېدو سروې شوې خو تر اوسه هېڅ اقدامات نه دي شوي چې له امله يې د سړکونو ډېرې برخې غصب شوي او خلکو په کې کورونه جوړ کړي دي.

د المونيمي لوښو د توليد د يوې فابريکې مسوول حکمت الله بيا وايي، که حکومت د دوی ستونزې حل نه کړي نو د فابريکو په درېدو به سلګونه کسان بې روزګاره شي.

بلخوا د ننګرهار د صنايعو او معدنونو خونه وايي، که په دغه ولايت کې د برېښنا ستونزه حل شي، يواځې په حصارشاهي صنعتي پارک کې به پنځوس زره کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي.

د ننګرهار د صنعت او معدنونو خونې رييس تورملنګ شګيوال پژواک ته وويل، هڅې پيل کړي چې دغه ولايت کې خلک د صنعت په برخه کې پانګه اچوونې او د فابريکو جوړولو ته تشويق کړي.

دی وايي، ډېرو سوداګرو ورته ډاډ ورکړی که د برېښنا او امنيت ستونزه حل شي نو حاضر دي چې دلته صنعتي فابريکې رامنځته کړي.

د ننګرهار ولايتي چارواکي هم وايي چې دغو ستونزو ته يې پام شته او له سوداګرو سره به په ګډه په يو طرزالعمل باندې کار وکړي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، څو ورځې وړاندې هم يو شمېر سوداګرو والي ضياء الحق امرخېل سره په همدې موخه ناسته وکړه چې د شيخ مصري صنعتي پارک د غصب شويو ځمکو، برېښنا او امنيت په تړاو دې اقدامات وشي.

ننګرهار همدا اوس هم د اوسپنې ويلي کولو، سيخ ګول، ترېشلو، ديګ بخارونو، خوراکي توکو او نورو بېلابېلو توليداتو د جوړلو فابريکې لري.

Visits: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.