ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې له سړیو د باج اخیستو په تور دوه نجونې نیول شوې دي

کابل کې له سړیو د باج اخیستو په تور دوه نجونې نیول شوې دي

author avatar
17 Jan 2021 - 15:02
کابل کې له سړیو د باج اخیستو په تور دوه نجونې نیول شوې دي
author avatar
17 Jan 2021 - 15:02

کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ٩٩): د کابل ښار د درېیمي امنیتي حوزې پولیسو دوه نجونې له مشهورړ او نېک نامو کسانو د باج اخیستو په تور نیولې دي.

د ولسمشرۍ ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح نن یکشنبې د (مرغومي ٢٨) په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چي دې دوو نجونو د مفشنو جامو په اغوستو له مشهورو او نېک نوم لرونکو خلکو باج اخیست.

صالح وویل چې دغو دوو نجونو سړیو ته ګواښ کاوه، که پیسې ورنه کړي، خپلې کورني او بشري حقوقو ته به شکایت وکړي چی دوی ته یې لاس ور اچولی دی.

د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي زیاتوي چې یو شېیر نارینه، د دغه ګواښ ښکار شوي چی د خپل عزت او له جنجال نه د خلاصیدو لپاره، دغه دوه نجونو ته پیسی ورکولي.

امرالله صالح، په خپلو خبرو کې ویلي چی له څو کلونو راهیسې دې موضوع ته رسېدنه نه وه شوې.

د صالح په وینا، تر ټولو لویه ستونزه په عدلي او قضایي نهادونو کې د ښځو محدود حضور دی او د پولیس په لیکو کی هم دغه ستونز ده؛ ځکه چې د تعادل نه شتون جرمي مسایلو ته د رسېدنې او څېړنې له نظره د دولت لاسرسي ته د ټولنې نیمايي تړلې یا محدود کړې ده.

Visits: 76

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.