ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړ شو

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړ شو

author avatar
19 Jan 2021 - 15:35
د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړ شو
author avatar
19 Jan 2021 - 15:35

کندهار (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۹): د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اته ميليونه افغانيو په لګښت د موسمي اوبو مهارولو یوه بند چارې بشپړې شوې.

دغه بند د دې ولسوالۍ په جنګ ژورې سیمه کې دی چې د کرنې وزارت له پرمختیايي بودجې د ۸ میلیونه افغانيو په لګښت جوړ شوی دی.

د کندهار کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د اته میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دغه بند د ۱۱۵زره متره مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري چې ۸زره جریبه کرنیزې ځمکې به د خړوبولو تر پوښښ لاندې راولي.

هغه زیاته کړه، د دې ترڅنګ د موسمي اوبو راګرځولو دغه بند تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې تقویه کوي چې په پایله کې به یې په کارېزونو او څاګانو کې اوبه ډېرې شي.

ده دا هم وویل چې د دغه بند په جوړېدو سره د سېلابونو راوتو او خاورې تخریب مخنیوی هم شوی دی.

نوموړی وايي، په تېرو دوو کلونو کې د ارغستان په بېلابېلو کلیو او سیمو کې د خلکو په غوښتنه د اوبو مهارولو په موخه ۸۳ پروژې پلي شوي دي.

په دغو پروژو کې سربندونه، کوچني کانګړېټي چکډېمونه، د اوبو زېرمه کولو خاورین حوزونه او ژور څاګان کېندل شامل دي چې زرګونه کورنۍ ګټه ورڅخه پورته کوي.

د ده په بارو، دغه راز پروژې د ولسوالۍ د اقتصادي ودې لپاره ډېرې مهمې دي چې کرنه او مالداري به ورسره وغوړېږي.

د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکي د دغو بندونو په جوړېدو خوشحاله دي او وايي چې په تېرو کلونو کې وچکالۍ د دغې ولسوالۍ ۵۰ سلنه باغونه وچ کړي وو.

د حاجي خدایداد په نوم د دې ولسوالۍ یوه کروندګر پژواک خبري اژانس ته وویل، د وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې او خلک نه شي کولای په خپلو امکاناتو کروندې او باغونه خړوب کړي.

د ده په خبره، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ژوند پر کرنه او مالداري ولاړ دی چې روانې وچکالۍ دواړه اغېزمن کړي او ان د خلکو ۵۰ سلنه باغونه وچ شوي دي.

دی وايي، د اوبو د کمښت بنسټیز حل د بندونو جوړول دي چې له دوی سره به ډېره مرسته وکړي خو ده غوښتنه وکړه چې حکومت دې د دغې ولسوالۍ د لوړې بند هم جوړ کړي چې په وار وار یې د جوړولو ژمنه شوې ده.

د ارغستان لوړې بند د دې ولسوالۍ په سیدانو کلي کې موقیعت لري چې لومړۍ سروې یې شپږ کاله مخکې د یوه نړیوال شرکت له لوري شوې ده.

د شوې سروې له مخې، دغه بند د ۳۵ متره لوړوالي په جوړولو د ۱۷۵ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې د ارغستان په ګډون د پنځو نژدې ولسوالیو د اوبو د کمښت ستونزه حلولی شي او شاوخوا ۲ مېګاواټه برېښنا هم تولیدولی شي.

د دغه بند جوړولو په موخه ۳۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې د اړتیا وړ څېړنې یې ۱۸ میاشتې او جوړول یې ۳ کاله وخت غواړی.

ارغستان ولسوالي د کندهار ښار په سوېل ختيځ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ١٠٠ کيلومتره په واټن پرته ده، دغه ولسوالي د بلوچستان ايالت له منزکي او د زابل ولايت له ښار صفا ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

شاوخوا یوه میاشت مخکې هم د دې ولسوالۍ په حوض بابو سیمه کې د ۸.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوی و چې د ۱۲۶ زره متره مکعبه اوبو په زېرمه کولو ۱۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبوي.

Visits: 171

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.