ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“وسله وال دې د ښځو له هدفي وژنو لاس واخلي”

“وسله وال دې د ښځو له هدفي وژنو لاس واخلي”

author avatar
19 Jan 2021 - 18:16
“وسله وال دې د ښځو له هدفي وژنو لاس واخلي”
author avatar
19 Jan 2021 - 18:16

خوست ښار(پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۹): خوست کې د ښځو حقونو ملاتړي له ښځو سره د ځينو کورنيو له لوري د کېدونکي تاوتريخوالي د مخنيوي ترڅنګ له وسله والو ډلو غواړي چې د ښځو له هدفي وژنو دې لاس واخلي.

دغه څرګندونې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي له منځه وړلو او هغوی ته د مساوي حقونو ورکولو په هکله نن په خوست کې يو ورځني ورکشاپ کې – چې لسګونو ښځو، د ښځو د حقونو ملاتړو او ځوانانو په کې ګډون کړی و- وشوې.

په دغه ورکشاپ کې د ښځو د حقونو ملاتړوو ځینو ديني عالمانو او د ورکشاپ نورو ګډونوالو کابل کې د دو ښځینه قاضیانو د وژلو پېښه وغندله او د بيا تکرار مخنيوي غوښتنه يې وکړه.

يو تن ديني عالم محمد داوود وقفي وويل، ټولې هغه غيرعادلانه او غير اسلامي کړنې چې له يوې مېرمنې سره ترسره کيږي، دوی ته د منلو وړ نه دي او د مخنيوي په اړه به يې عامه پوهاوي ته دوام ورکړي.

دی وايي:”زه هم دا نه شم برداشت کولی چې که همدا اوس مې څوک وژني هم چې يوه معصومه مېرمن محکمې ته درومي او هغه دې بيا په شهادت ورسول شي، سره له دې چې هغه ځان مصئون بولي، چې زه خو مېرمن يم، زه خو د ولس خور او مور يم او بيا هغه په ولس باور هم وکړي، خو يو څوک بيا راپورته کيږي، هغه په شهادت رسوي. دا هم نه شو برداشت کولی.”

د خوست د ښځو چارو رییسه شفیعه نوروزۍ وايي چې سږ کال یې په خوست کې له ښځو سره د ځينو کورنيو له لوري د شوي تاوتريخوالي شاوخوا اويا پېښې ثبت کړې دي چې په دغو پېښو کې وهل ټکول، له کوره تېښته، د ميراث حق نه ورکول او ځينې نور موارد شامل دي.

نوموړې وايي:”د دې تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره موږ او تاسې يو چې کولی شو، کوټلي ګامونه پورته کړو او دغه تاوتريخوالی چې د پردو له لاسه موږ ته رامنځته کيږي، د دې لپاره يو د پای ټکی کيږدو.”

ننني ورکشاپ ته خوست کې د ښځو ظرفيت لوړونې موسسې مشرې کاملې اکبري وویل چې په دغه ولایت کې تقريباً له پنځه سلنو ډېر ښځې له خپلو حقوقو څخه برخمنې دي چې تعليم کوي، پوهنتون وايي او وظايفو ته ځي.

دا وايي:” زما په نظر نورې ۹۵ سلنه ښځې دې حالت ته نه دي رسېدلې، چې پنځوس فيصده حقوق يې هم ترلاسه کړي وي.”

د دغه ورکشاپ يو شمېر نورو ګډونوالو بيا په خپلو خبرو کې له حکومته وغوښتل هغه ښځې چې باسواده دي او تعليم يې کړی، په دولتي ادارو کې ورته دندې پيدا کړي.

Visits: 59

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.