ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موندنه: طالبانو روان کال پکتيا کې له رغنيزو پروژو ٤١٧ ميليونه افغانۍ ترلاسه کړې دي

موندنه: طالبانو روان کال پکتيا کې له رغنيزو پروژو ٤١٧ ميليونه افغانۍ ترلاسه کړې دي

author avatar
20 Jan 2021 - 08:28
موندنه: طالبانو روان کال پکتيا کې له رغنيزو پروژو ٤١٧ ميليونه افغانۍ ترلاسه کړې دي
author avatar
20 Jan 2021 - 08:28

ګردېز (پژواک، ۱ سلواغه ۹۹): د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې وسله والو طالبانو يوازې له رغنيزو پروژو سلګونه ميليونه افغانۍ اخيستې او په ځينو سيمو کې یې د پيسو ترلاسه کولو په موخه ګمرکونه هم جوړ کړي دي.

بل لور ته وسله وال طالبان هم تاييدوي چې دوى له پلي کېدونکو پروژو پيسې ترلاسه کوي.

د پژواک موندنو له مخې، طالبانو يوازې د مچغلو کرنيز بند له بودجې کابو ۳۰۰ ميليونه افغانۍ، په دوو سترو جوړېدونکو سړو خونو کې ۳۶ ميليونه افغانۍ، د ګردېز ــ زرمت سړک دويم فاز کې ۳۶ ميليونه افغانۍ، د کرنې رياست تر چتر لاندې پروژو څخه شاوخوا ۴۰ ميليونه افغانۍ، د پوهنې رياست په پروژو کې شاوخوا ۵ ميليونه افغانۍ او له ځينو نورو يې هم پيسې ترلاسه کړې دي.

پر دې سربېره په تېرو شپږو مياشتو کې طالبانو په ميرزکې ولسوالۍ کې ګمرک هم جوړ کړى و چې د پکتيا چارواکو په وينا، په دې موده کې یې له موټرو څلور سوه ميليونه افغانۍ ترلاسه کړې دي.

خو د پکتيا والي محمد حليم فدايي د وسله والو طالبانو دا چاره باج اخيستنه او د ولس په حق کې خيانت بولي او وايي چې په دغه ولايت کې هېڅ داسې پروژه نشته چې يادې ډلې په کې لس سلنه پيسې نه وي اخيستې.

فدايي پژواک ته وويل: “طالبان نه يوازې له شرکتونو فیصدي اخلي، بلکې د ميلياردونه افغانيو په ارزښت يې زموږ جوماتونه، پلونه، سړکونه، مکتبونه او انکشافي پروژې ويجاړ کړي دي.”

د يوه رغنيز شرکت مسوول چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وايي چې د وسله والو طالبانو په ليکو کې د ځينو مفسدو دولتي ادارو په څېر مالي فساد شته.

هغه ډېری دولتي مسوولين پړه بولي چې په خبره يې، په پروژو کې د فساد او غير قانوني پيسو اخيستلو له امله اوس ياده ډله هم په هره چاره کې پيسې اخلي او لاسوهنې کوي.

د پکتيا د کرنې رييس وايي چې وسله والو طالبانو د دغه رياست اړوند له هرې پروژې ۱۰ سلنه پيسې اخيستي.

همدارنګه د سيد کرم ولسوال محمد شريف کليوال وايي چې ياده ډله په دې ولسوالۍ کې په شاوخوا ۷۸ ميليونه افغانيو جوړېدونکي روغتون ته له دې امله د کار پيلولو اجازه نه ورکوي چې اړوند شرکت ورته د هغوی له خوا غوښتل شوې پيسې نه دي ورکړې.

وسله والو طالبانو د ګردېز ښار د تېرې ښارګوټي اړوند سيمه کې د کابل ــ ګردېز د دويم عمومي سړک ترميم په شاوخوا ۹۸ ميليونه افغانيو کې هم بيا، بيا د پيسو ورکولو غوښتنه کړې ده.

د شرکتونو اتحاديې د يوه غړي په خبره، يادې ډلې د ښار په منځ کې د ببرک خان ځدراڼ لېسې د هلکانو ليليې ودانۍ له جوړېدو هم درې سوه زره افغانۍ غوښتې، خو مشخص نه پوهېږي چې بيا څومره پيسې ورکړل شوې دي.

وسله وال طالبان پر دې سربېره له مخابراتي شبکو هم د دوی له خوا ټاکلې برخه پيسې اخلي.

يادې ډلې په تېرو شاوخوا څلورو مياشتو کې په پکتيا ولايت کې د سلام مخابراتي شبکې درې پايې ويجاړې کړې، ځيني سامانونه يې له ځان سره وړي او ځيني نور يې ورته سوځولي دي.

پکتيا کې د يادې مخابراتي شبکې مسوول انجينير عبدالرحيم عابد وايي، وسله وال طالبان ځکه د دوی مخابراتي انتنونه ويجاړوي چې په خبره يې پر مخابراتي شبکو د هغوی له خوا ټاکل شوې پيسې نه ورکوي.

عابد زياتوي چې وسله وال طالبان له هرې مخابراتې شبکې زياته اندازه پيسې اخلي.

د پکتيا اوسېدونکي هم د وسله والو طالبانو له خوا په پروژو کې د پيسو اخيستل ناوړه چاره بولي.

د ګردېز اړوند د باغشاه سيمې اوسېدونکی اسدالله احمدي وايي چې څه موده وړاندې د دې سيمې ښوونځي ته څېرمه طالبانو له دې امله چاودنه کړې وه چې په خبره يې، اړوند شرکت پيسو ورکولو ته نه حاضرېده.

احمدي وويل: “دلته د باغشاه مکتب ته چهاردېوالي جوړېږي، طالبانو شرکت والا ته ويل چې لس فیصده راکړه، نو چې ور يې نه کړې، مکتب ته يې بم ايښی و چې د يو صنف دېوال هم په کې ړنګ شوی. شاګردان څو ورځې له ډاره مکتب ته نه راتلل.”

همدارنګه د پکتيا ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي: “طالبان نه يوازې له موسـساتو او شرکتونو پيسې اخلي، بلکې ګمرکي پاټکونه هم لري، که حکومت ماليه او ګمرک اخلي، نو ولس ته خدمات وړاندې کوي، دوی څه وړاندې کوي؟”

دغه راز شنونکی احمد هېواد وايي چې مخکې ګاونډي پاکستان او امريکا له خپلو بودجو د وسله والو طالبانو د فعاليت او دوام لپاره پيسې ورکولې، خو وايي چې ياده ډله اوسمهال له رغنيزو پروژو، ګمرکونو او قاچاق زياتې پيسې ترلاسه کوي.

هېواد د دغه حالت دوام د اندېښنې وړ بولي او وايي چې پر ياده ډله د فشار راتلو او سولې ته د حاضرېدو لپاره يې بايد دا ډول لويې مالي سرچينې وچې شي.

بل لور ته طالبان هم له رغنيزو پروژو د پيسو اخيستلو خبره تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد که څه هم چې څه موده وړاندې پژواک ته ويلي چې د مچلغو بند جوړېدو پر مهال دوى اته فيصده پيسې ترلاسه کړې خو اوس وايي چې له رغنيزو پروژو څخه دوى يواځې دوه تر درې سلنه پورې ترلاسه کوي.

مجاهد وايي چې دوی دا پيسې د خپلو لګښتونو پوره کولو لپاره اخلي.

هغه دا هم وويل چې دوی د سلام مخابراتي شبکې انتنونه له دې امله ويجاړوي چې په خبره يې د دوی اصول نه پلې کوي، خو په دې اړه يې نور وضاحت ورنه کړ.

Visits: 53

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.