ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو ملکي سفیر: کندهار کې د جګړو له امله بېځایه شوو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه کېږي

د ناټو ملکي سفیر: کندهار کې د جګړو له امله بېځایه شوو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه کېږي

author avatar
21 Jan 2021 - 18:04
د ناټو ملکي سفیر: کندهار کې د جګړو له امله بېځایه شوو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه کېږي
author avatar
21 Jan 2021 - 18:04

کندهار (پژواک، ۲ سلواغه ۹۹): په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر د کندهار ولایتي ادارې له چارواکو سره په خبرو کې د جګړو له امله له بېځایه شوو کورنیو سره د مرستو او هغو ته د ځانګړې پاملرنې ژمنه وکړه.

په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر سټیفانو پونټیکرو / Stefano Pontecorvoدغه څرګندونې د کندهار له والي روح الله خانزاده او د هغه له مرستیال فیصل شېرزي سره د ویډیو کنفرانس له لارې وکړې.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دواړو لورو د سولې پر روانو مذاکراتو، د کندهار پر امنیتي وضعیت، د جګړې له امله بې ځایه شوو کورنیو ته د مرستو رسولو، له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ او ګڼو نورو مسایلو خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه، د کندهار والي روح الله خانزاده د کندهار پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې او ویې ویل، په دې وروستیو کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ کندهار ښار ته کډوالې شوي چې هر اړخیزو مرستو ته اړتیا لري.

والي ویلي، په کندهار کې یې د چارو د سمون هڅې پیل کړي څو د حکومت او ولس اړیکې پیاوړې شي.

نوموړي په بېلابېلو برخو کې د ناټو ملاتړ او همکاري مهمه وګڼله او د دوام غوښتنه یې وکړه.

په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر سټیفانو پونټیکرو وویل، د کندهار له ولایتي ادارې سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

هغه دغه راز ژمنه وکړه چې خپلو همکاریو په دوام به په کندهار کې د جګړو له امله له بې ځایه شوو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

له تېرو شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې د کندهار په ارغنداب، ژیړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې چې تر دې وړاندې امن لرونکې ولسوالۍ وې، جګړې پیل شوي چې له امله یې زرګونه کورنۍ کندهار ښار ته کډوالې شوي دي.

له دغو کورنیو سره که څه هم د ځینو ادارو له خوا مرستې پیل شوي خو چارواکي وايي دوی لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

Visits: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.