ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې د جګړې له امله لسګونه بېځایه شوي پر کرونا اخته شوي

فاریاب کې د جګړې له امله لسګونه بېځایه شوي پر کرونا اخته شوي

author avatar
22 Jan 2021 - 11:49
فاریاب کې د جګړې له امله لسګونه بېځایه شوي پر کرونا اخته شوي
author avatar
22 Jan 2021 - 11:49

میمنه (پژواک، ۳ سلواغه ۹۹): فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د جګړې له امله لسګونه بېځایه شوي چې د دغه ولایت له درېیو ولسوالیو د میمنې ښار ته راغلي، د کرونا په ناروغۍ اخته شوي دي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق تېره شپه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د وروستیو څو میاشتو په اوږدو کې د خواجه سبزپوش، المار او قیصار له ولسوالیو شاوخوا لس زره کورنۍ د جګړې له امله میمنې ښار ته را بېځایه شوې چې له ډلې یې ۸۰۰ کورنۍ تر خېمو لاندې په خرابو شرایطو کې ژوند کاوه چې درې اوونۍ مخکې د ۱۶ ښوونځیو په ودانیو کې ځای پر ځای شول.

فایق زیاته کړه، هغو بېځایه شوو چې ټوخی او تبه یې درلودل، د میمنې کوویډ- ۱۹ روغتون یې معاینات واخیستل چې له ډلې یې د ۳۰ کسانو د ټیسټ پایله مثبته وه.

هغه وايي چې پر کرونا اخته بېځایه شوي لېوال نه وو چې په روغتون کې بستر شي خو وروسته له هغه چې له هغوی سره د هر ډول مرستې ژمنه وشوه، حاضر شول چې بستر شي.

د هغه په خبره، پر کرونا اخته بېځایه شوي تېر ماښام په امبولانسونو کې د کوویډ- ۱۹ روغتون ته ولېږدول شول.

د فاریاب والي وايي، د دې اندېښنه شته چې د بېځایه شوو د یوځايي ژوند، په بېځایه شوو کې د مرستو په موخه د ځینو اشخاصو د حضور له امله ښايي په ۱۶ ښوونځیو کې ډېر بېځایه شوي پر کرونا اخته شوي وي.

د فاریاب د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد نعیم مصمم وايي، د هغو کسانو له ډلې چې د معایناتو پایله یې مثبته وه، له ډلې یې ۱۸ کسان چې ښځې وې، تېر ماښام د روغتیايي کارکوونکو له خوا په امبولانسونو کې روغتون ولېږدول شوې.

مصمم وویل، د فاریاب په کچه د کرونا درملنې لپاره ټول امکانات شته، یو تشخیصیه مرکز د اندخوي په ولسوالۍ کې فعال دی او یو بل تشخیصیه مرکز به تر راتلونکو څو ورځو په مرکز میمنه کې جوړ شي.

هغه زیاته کړه چې د کرونا د دویم موج له پیله تر اوسه فاریاب کې د کرونا ۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې او څلور کسان یې له امله مړه شوي دي.

یوه بېځایه شوي رحمت الله پژواک ته وویل، د عزیزانو او خپلوانو د له لاسه ورکولو او د بېځایه کېدو دردونه کم نه وو چې اوس یې د کورنیو یو شمېر نور غړي هم چې په ښوونځیو کې مېشت هم پر کرونا اخته شوي دي.

هغه زیاته کړه، که څه هم ځیني بنسټونه او د میمنې ښاریان تر خپله وسه له دوی سره مرسته کړې، وږي نه دي پاتې شوي خو سړه هوا، د ښوونځي لوی کانکریټي خونې او له خپلو مېنو لري والی دوی ځوروي او برسېره پر دې اندېښمن دي چې دی او کورنۍ یې پر کرونا اخته نه شي.

د بشردوست مرستندوی بنسټ رییس عبدالرحمن بشردوست وايي چې دی او څو همکاران یې هره ورځ بېځایه شوو ته د مرستې په وېش بوخت دي، اندېښنه لري چې پر کرونا نه وي اخته شوي.

هغه زیاته کړه، اوس چې د ځینو بېځایه شوو د کرونا ټیسټ مثبت راوتلی او تېر ماښام یې د هغوی ۱۸ کسان روغتون ته لېږدولي، دی او همکاران یې هڅه کوي چې د مرستو د وېش پر مهال روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي.

Visits: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.