ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومتي مسوولین: طالبانو د جګړې او خبرو دواړو ډګرونو کې ماتې خوړلې ده

حکومتي مسوولین: طالبانو د جګړې او خبرو دواړو ډګرونو کې ماتې خوړلې ده

author avatar
23 Jan 2021 - 14:06
حکومتي مسوولین: طالبانو د جګړې او خبرو دواړو ډګرونو کې ماتې خوړلې ده
author avatar
23 Jan 2021 - 14:06

ترینکوټ (پژواک، ۴ سلواغه ۹۹): حکومتي مسوولین ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د جګړې او سولې خبرو په دواړو ډګرونو کې ماتې خوړلې او نور د مقاومت توان نه لري.

دوی دغه څرګندونې د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې يوې پراخې ولسي غونډې ته وکړې.

په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت مرستيال محمد انور بریپال وويل چې وسله والو طالبانو نه یوازې د جګړې، بلکې د سولې په ډګر کې هم ماتې خوړلې.

هغه وايي چې په دوحه کې د وسله والو طالبانو مرکچي پلاوي غړي د افغانستان د دولت له مرکچي پلاوي سره د مذاکراتو توان نه لري او په تېښه کې دي.

دى وایي، که طالبان سوله کوي، افغان حکومت هم سولې ته چمتو دى او که جګړه کوي، دوی هم د جګړې لپاره پوره چمتووالی لري.

همدارنګه په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال محمد شعیب پیلوټ وویل، دفاعي ځواکونه به په مرکز ترینکوټ او نورو ولسوالیو کې د ګېزاب په څېر د وسله والو طالبانو ځپلو ته دوام ورکړي او ټولې سیمې به ترې پاکې کړي.

دغه راز د اروزګان والي عمر شېرزاد بیا د ګېزاب ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به بشري مرستې ورته پیل او د هغوی لاسنیوی به وشي.

شېرزاد وایي، د طالبانو د جګړو له امله خلکو خپلې ټولې شتمنۍ او عامه خدمات له لاسه ورکړي او له ګڼو ستونزو سره مخ  دي.

نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ چې طالبان به بیا هېڅکله هم پرمختګ ونه کړي، نو غوښتنه یې ترې وکړه چي خپل اولادونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې شامل کړي.

همدارنګه قومي مشر عبدالله وویل، د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې پر مهال د دوى روغتون، ښوونځى، د اوبو شبکې او هر څه ویجاړ شوي او بازار يې هم سوځول شوی دى.

هغه وايي: ((موږ په ټولو برخو کې جدي مرستو ته اړتيا لرو، حکومت او نور خيريه موسسې بايد هر څو ژر لع موږ سره مرستې وکړي.))

د يادونې ده، له څه مودې وروسته تېره اوونۍ امنيتي ځواکونو د ګېزاب ولسوالۍ يو ځل بيا له وسله والو طالبانو څخه ونيوله خو اوس يې هم ډېرې سيمې په ماينونو پوښل شوي دي.

Views: 396

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.