ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د احمدابا ولسوالۍ څارنوال د بډو اخيستو په تور ونيول شو

د احمدابا ولسوالۍ څارنوال د بډو اخيستو په تور ونيول شو

author avatar
24 Jan 2021 - 19:18
د احمدابا ولسوالۍ څارنوال د بډو اخيستو په تور ونيول شو
author avatar
24 Jan 2021 - 19:18

ګردېز (پژواک، ۵ دلو ۹۹): د پکتيا د ملي امنيت رياست د احمدابا ولسوالۍ څارنوال د بډو اخيستو پر مهال لاس په لاس نيولی دی.

يوې امنيتي سرچينې د هويت پټ پاتې کېدو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې څارنوال اخترمحمد بدلون د ۱۵زره افغانيو اخيستو پر مهال نيول شوی دی.

هغه وايي، له نوموړي څخه مخکې هم شکايتونه شوي و او د کشفي مسئولينو له خوا تر څار لاندې و.

د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله احمدزی وايي، ډېر خلک د ياد څارنوال پر نيول کېدو خوښ دي او د دې لړۍ پر دوام ټينګار کوي.

ده پژواک ته وويل:((خلک تر ټولو ډېر د مفسدينو له لاسه له دولت سره فاصله اخلي او په دې کې لويه برخه عدلي او قضايه اداره دي، چې بايد ژور تغييرات په کې راشي.))

مدني فعال جميل جلال د فساد په مخنيوي کې د خلکو رول اساسي بولي وايي چې خلک بايد ورڅخه د فساد غوښتنې پر مهال خپل غږ پورته او اړوندې ادارې په جريان کې کړي.

د يادونې ده چې ملي امنيت رياست په روانه مياشت کې د کرنې رياست او اداري اصلاحاتو ولايتي کميسيون درې تنه کارکوونکي هم د فساد په تور نيولي دي

Visits: 252

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.