کابل (پژواک، ٥ سلواغه ۹۹): د سوداګرۍ وزير وايي چې په تېر مالي کال د دغه وزارت ٨٥ سلنه پراختيايي بوديجه لګول شوې او ترڅنګ يې د سوداګرۍ نړيوال سازمان له ٨٤ څخه ٤٠ ژمنې هم عملي شوې دي.
دغه څرګندونې د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد غوریاني د سلواغې په پنځمه کابل کې د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې وکړې.
غوریاني وویل چې په ۱۳۹۹ کال کې د سوداګرۍ وزارت ۹۴ سلنه عادي او ۸۵ سلنه پراختیایي بوديجه لګول شوې ده.
نوموړي دا هم وويل چې له دې وروسته به د افغانستان وچه او تازه میوې یوازې پاکستان نه، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم صادریږي .
غورياني د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په هېواد کې درې سوه فابریکې د کارکولو لپاره چمتو شوي او يواځې پرانېستل کېدل يې پاتې دي.
د وزير د معلوماتو له مخې، په تېر مالي کال کې د سوداګرۍ او صنايع وزارت د سوداګرۍ نړيوال سازمان له ٨٤ ژمنو څخه ٤٠ عملي کړي او پاتې نور يې د عملي کېدو په درشل کې دي.
خو نوموړي د دغو ژمنو په اړه جزئيات وړاندې نه کړل.
د سوداګرۍ وزیر وویل، په ۱۳۹۹ مالي کال کې څلور سندونه چې قانون، مقرره او طرزالعملونه دي پلان شوي چې په تصويب او عملي کېدو سره به يې د بېروکراسۍ مخه تر ډېره ونيول شي او اسانتياوې به هم رامنځته شي.
غوریاني وویل چې په راتلونکو کلونو کې به په هېواد کې د سبزیجاتو د ساتلو په موخه پنځه سترې سړخونې هم جوړې شي.