ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينې: له دوو اوونيو راهيسې دوحه کې د سولې خبرو د اجنډا په اړه ناسته نه ده شوې

سرچينې: له دوو اوونيو راهيسې دوحه کې د سولې خبرو د اجنډا په اړه ناسته نه ده شوې

author avatar
24 Jan 2021 - 15:18
سرچينې: له دوو اوونيو راهيسې دوحه کې د سولې خبرو د اجنډا په اړه ناسته نه ده شوې
author avatar
24 Jan 2021 - 15:18

کابل (پژواک، ٥سلواغه ۹۹): په قطر کې باوري سرچينې وايي چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې د دولت او طالبانو تماس ډلو ترمنځ د سولې خبرو اجنډا په اړه ناسته نه ده شوې او لا يې هم د کېدو کوم څرک نه ليدل کېږي.
د مرغومي په ١٦مه چې کله د دولت پلاوى قطر ته ولاړ، په سبا يې (د مرغومي ١٧مه) د دويم پړاو خبرو لومړۍ ناسته ترسره شوه چې له هغه وروسته بيا د مرغومي په ٢٠ او ٢١مه دوه نورې ناستې هم وشوې، خو له تېرو دوو اوونيو راهيسې تر اوسه (د سلواغې ٥مه) پورې د اجنډا په اړه بله ناسته نه ده شوې.
په قطر کې د دولت مرکچي پلاوي يوه غړي چې نه يې غوښتل په خبر کې يې نوم خپور شي، د سلواغې په ٥مه پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې د دوى او طالبانو تماس ډلو ترمنځ د اجنډا په اړه ناسته نه ده شوې.
که څه هم چې هغه يې د نه ترسره کېدو لامل په ډاګه نه کړ، خو دومره يې وويل چې کېداى شي مذاکرات بېرته پيل شي.
د دولت مرکچي پلاوي يوه بل غړي هم پژواک ته وويل چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې دوى او د طالبانو د تماس ډلو ترمنځ د اجنډا په اړه هېڅ کومه ناسته نه ده کړې.
ده وويل چې دوى ناستې ته چمتو دي خو که مقابل لورى (طالبان) حاضر شي.
د هغه په خبره چې هېڅ معلومات نشته چې کله به ناسته ترسره شي.
د مصالحې عالي شورا وياند فريدون خوځون د سلواغې په ٥مه پژواک اژانس ته وويل، هو له تېرو دوو اوونيو راهيسې د دوى او طالبانو د لوري د تماس ډلو ترمنځ د اجنډا په اړه ناسته نه ده شوې.
هغه زياته کړه چې دوى ناستې ته چمتو دي او هېڅ ستونزه نه لري، هرکله چې طالبان وغواړي دوى ورسره د اجنډا په اړه بحث ته کېني.
د خوځون په خبره، دوى اوس هم خپلې داخلي ناستې لري او د اجنډا اړوندو توکو په ښه تنظيم کولو بوخت دي.
په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند ډاکتر نعيم پژواک ته وويل ((موږ مخکې هم چمتو وو او اوس هم چمتو يو، په دې اړه کومه ستونزه نشته.))
خو په قطر کې يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل، فکر کېږي چې طالبان د خپلو نورو بنديانو خوشي کولو او له تور لېسته د خپلو مشرانو د نومونو ايستلو موضوع ته منتظر دي چې څنګه کېږي. سرچينې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
د يادونې ده، د مرغومي په ٢٨مه په دوحه کې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو د مشرانو ترمنځ ناسته وشوه، خو هغه د عمومي موضوعاتو او په راتلونکي کې د غونډو تنظيم او نورو مسايلو په اړه وه، نه په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو د بحث په اړه.
له دې مخکې ځينو رسنيو خبر ورکړى و چې په قطر کې د سولې خبرو ناستې د امريکا د نوي ولسمشر جوبايډن د لوړې تر مراسمو پورې ځنډېدلې دي، خو د دولت مرکچي پلاوي او دغه راز په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند ډاکتر نعيم د ناستو ځنډېدل رد کړي وو.

Visits: 164

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.