ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندونيزيا د علماوو مشر قطر کې د دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره ليدلي

د اندونيزيا د علماوو مشر قطر کې د دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره ليدلي

author avatar
25 Jan 2021 - 12:11
د اندونيزيا د علماوو مشر قطر کې د دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره ليدلي
author avatar
25 Jan 2021 - 12:11

کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٩) : د اندونيزيا د ولسمشر پخواني مرستياال او د دغه هېواد د محمديه علماوو شورا مشر په قطر کې د افغانستان دولت له مرکچي پلاوي سره ليدلي دي.

د افغانستان د مذاکراتي ټيم له خوا د سلواغې په ٦مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې ليدنه کې د مذاکره‌کوونکي پلاوي ريیس محمد معصوم ستانکزي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د مذاکره‌کوونکي پلاوي نورو غړو محمد ناطقي، شریفې زرمتۍ وردګ او باتور دوستم شامل وو.

سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې د محمدیه علماوو سازمان ريیس وویل چې په یوه اسلامي ټولنه کې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه زياته کړه،  تمه کېږي چې دواړه مذاکره‌کوونکي لوري به د اوربند په کولو سره او د رغندو مذاکراتو له لارې سوله او امنیت ټينګ کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي ريیس محمد معصوم ستانکزي هم د کالا د خبرو هرکلی وکړ او ویې ویل چې اوربند او اغېزناک مذاکرات د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي یو لومړیتوب دی.

ستانکزي د سولې په مذاکراتو کې د اندونیزیا د رغنده رول مننه وکړه او د افغانستان د سولې بهیر په ملاتړ کې یې د دوی د همکاریو دوام وغوښت.

دغه راز د اندونيزيا د علماوو شورا رييس دوکتور يوسف کلا وړمه ورځ په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا برادر اخند، د مذاکراتی ټیم مشر شیخ مولوي عبدالحکیم حقاني او ورسره پلاوي سره وليدل.

د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکټر نعيم وايي، په دې ليدنه کې د بین الافغانی مذاکراتو پر روان وضعیت او د دوحې توافق نامې د پوره تطبیق په اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې .

سرچينې زياته کړې، یوسف کالا د روانو بین الافغانی مذاکراتو پروسې د کامیابۍ هیله وکړه او په دې اړه يې د هر ډول مرستې چمتووالی وښود.

ملا برادر اخوند له یوسف کالا څخه د مننې کولو ترڅنګ وويل : “موږ په هېواد کې د سولې د تامین په موخه مرستو ته اړتيا لرو په ځانګړي ډول د مسلمانو هېوادونو مرستو ته او هر کلی یی کوو. ”

د يادونې ده چې د اندونيزيا د محمديه علماوو مشر دوکتور يوسف کلا تر دې مخکې کابل ته هم راغلى و، چې له ولسمشر اشرف غني او نورو مشرانو سره يې د سولې پروسې په اړه خبرې کړې وې.

Views: 171

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.