ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د ماين چاودنې له امله درې سرحدي سرتېري ووژل شول

په ننګرهار کې د ماين چاودنې له امله درې سرحدي سرتېري ووژل شول

author avatar
27 Jan 2021 - 10:22
په ننګرهار کې د ماين چاودنې له امله درې سرحدي سرتېري ووژل شول
author avatar
27 Jan 2021 - 10:22

جلال اباد (پژواک، ٨ سلواغه ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې د يوه قوماندان په ګډون درې سرحدي سرتېري وژلي دي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ یوه قومي مشر ملک غورځنګ د سلواغې په ٨مه پژواک اژانس ته وویل چې نن سهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورۍ سیمې اړوند په چینګۍ ساحه کې د سرحدي ځواکونو په هاموې موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.

هغه زياته کړه، چاودنه کې د سرحدي ځواکونو د ټولي د يوه قوماندان په ګډون درې سرتېري وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان هم پژواک سره خبرو کې ياده پېښه تاييد کړه، خو په دې تړاو يې نورمعلومات نه درلودل.

د ننګرهار ولايت مقام يوې باوري سرچينې هم پژواک ته تاييد کړه چې هسکې مېنې کې پر سرحدي ځواکونو چاودنه کې درې سرتېري وژل شوي دي.

د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې تراوسه د دغې پېښې مسووليت نه دى منلى.

بلخوا د ننګرهار ولايت مقام ويلي، چې په شېرزادو ولسوالۍ کې نن سهار یو شمېر وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې په عمومي لاره کې د ترهګریزې کړنې په موخه ماین ځای پر ځای کړي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 53

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.