ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د جودرې جومات په ۱۳ ميليونه افغانۍ تر رغونې وروسته پرانيستل شو

د ننګرهار د جودرې جومات په ۱۳ ميليونه افغانۍ تر رغونې وروسته پرانيستل شو

author avatar
28 Jan 2021 - 19:38
د ننګرهار د جودرې جومات په ۱۳ ميليونه افغانۍ تر رغونې وروسته پرانيستل شو
author avatar
28 Jan 2021 - 19:38

جلال اباد (پژواک ۹ سلواغه ۹۹): د ننګرهار د هسکې مېنې جودرې جومات چې د يوه ځانمرګي بريد پرمهال ويجاړ شوی و، جوړ او نن پرانیستل شو.

د دغه جومات د رغونې په چارو ۱۳ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

دغه پېښه شاوخوا کال وړاندې د جمعې د لمانځه پرمهال رامنځته شوې وه چې ۷۳ ځايي اوسېدونکي په کې وژل شوي وو.

دغه جومات د سلواغې په ۹مه دغې سيمې ته د ننګرهار د والي د خپل سفر پر مهال پرانيست.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وويل، دغه جومات په ۴۷۰ متر مربع ځمکه کې جوړ شوی، چې د ننګرهار يو له لويو جوماتونو څخه شمېرل کيږي.

هغه زياته کړه، یاد جومات د سيلابونو ګواښ څخه د ژغورلو په موخه د ۷۳ متره په اوږدوالي او دري متره په پلنوالي استنادي دېوال جوړ شوی او لاندې فرش ساحه يې ټول کانکریټ نيول شوې ده.

دی وايي، دغه جومات د درې متره په پلنوالي او شپاړس متره په اوږدوالي داخل کې يو منار او يوه بسوه ځمکه کې ګنبد لري.

د ننګرهار والي وويل، د جومات محراب او دروازې د کونړ له لرګي څخه جوړ شوي، همدا راز ملا امام ته ځانګړې خونې، تشنابونه او د احاطې ديوال هم په قرارداد کې شامل دي،  چې ډېر ژر به يې چارې بشپړې شي.

د سيمې خلکو د دغه جومات په رغېدو خوښي وښوده، خو غوښتته يې وکړه چې دوی ته ډېر يتيمان او کونډې ورپاتې دي چې بايد لاس نيوی يې وشي.

د سبحان په نوم يو ځايي اوسېدونکی وايي، د دغه کلي خلک له ډېرو نورو ستونزو سره مخامخ دي.

Visits: 69

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.