ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وحيد مجروح د عامې روغتيا سرپرست وزیر وټاکل شو

وحيد مجروح د عامې روغتيا سرپرست وزیر وټاکل شو

author avatar
29 Jan 2021 - 14:01
وحيد مجروح د عامې روغتيا سرپرست وزیر وټاکل شو
author avatar
29 Jan 2021 - 14:01

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۹): حکومت وایي، د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر وحید مجروح د دغه وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

مجروح تر دې مخکې د دې وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندی کولو د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال، نن (جمعه) پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې لپاره چې د دغه وزارت کارونه له خنډ سره مخامخ نه شي، ډاکټر وحید مجروح د عامې روغتیا وزارت سرپرست وټاکل شو او د دغه وزارت چارې به پر مخ وړي.

له بلې خوا په خپله وحید مجروح هم له جزئیاتو ورکولو پرته پژواک ته ومنله چې دی د ولسمشر له خوا د دغه وزارت د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.

د یادونې ده چې د روان کال د مرغومې په اتمه ملي امنیت او لويې څارنوالۍ په ګډه د عامې روغتيا د پخواني وزیر احمد جواد عثماني څلور نږدې خپلوان د بډو اخیستو په تور ونیول او له دې پېښې درې ورځې وروسته (د مرغومې په یوولسمه)، عثماني د ولسمشر د حکم پر بنسټ له دندې ګوښه کړای شو.

Views: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.