ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې په کابو ۴۷ ميليونه افغانۍ د زده کوونکو ليليه جوړه شوه

ګردېز کې په کابو ۴۷ ميليونه افغانۍ د زده کوونکو ليليه جوړه شوه

author avatar
31 Jan 2021 - 19:22
ګردېز کې په کابو ۴۷ ميليونه افغانۍ د زده کوونکو ليليه جوړه شوه
author avatar
31 Jan 2021 - 19:22

ګردېز (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۹): په ګردېز کې د پوهنې وزارت له خوا د زده کوونکو لپاره په لومړي ځل يوه لويه ليليه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

مسوولين وايي چې ياده ودانۍ د پوهنې وزارت د پرمختيايي بوديجې په ۴۶.۵ ميليونه افغانۍ په دوه کلونو کې جوړه شوه.

د پکتيا اوسېدونکي د دې ليليې په جوړېدو خوښ او له چارواکو نجونو ته هم د ورته اسانتياوو رامنځته کولو غوښتنه کوي.

د روحاني بابا ولسوالۍ قومي مخور ملک اول خان روحاني وايي چې په ځينو سيمو کې زده کوونکي د ناامني او نامناسب چاپېريال له امله له سختو ستونزو سره مخامخ وي، خو دا ليليه به يې ستونزې تر ډېره حل کړي.

روحاني پژواک ته وويل: ((روحاني بابا، زرمت، ځدراڼ او ځينو نورو سيمو کې لېسې ډېرې لرې وي، چې کله شاګرد ځان رسوي، نيم درس ترې تېر وي. لاره کې هم مشکلات لري. دا د ولسواليو د راتلونکي لپاره د تکړه کادرونو د روزل کېدو پیل بولم.))

د ببرک خان ځدراڼ لېسې يو زده کوونکی انور دا ليليه ګټوره بولي او وايي، په دې ليليه کې دې هغه زده کوونکي جذب شي، چې واقعي وړتيا يې ولري.

نوموړي زياته کړه: ((دلته بايد په واقعي معنا هغه کسان وي چې وړتيا يې لري او په شرايطو برابر وي، نه هغه کسان چې په مرکز کې وي. دا به د تکړه هلکانو په پورته تللو کې ډېر رول ولري.))

د پکتيا ولايتي شورا د پوهنې وزارت او نورو اړوندو بنسټونو له خوا پوهنې برخې ته د زياتې پاملرنې غوښتنه کوي او وايي چې په دې ولايت کې لا هم په دې برخه کې ګڼې اړتياوې شته.

د يادې شورا مشر عبدالمالک ځاځي پژواک ته وويل: ((دلته لا هم د معارف په برخه کې زیات کار ته اړتيا ده. زموږ په ډېرو سيمو او ولسواليو کې لا هم نجونې فارغانې نشته، هغوی معياري زده کړو ته لاسرسی نه لري. معياري د لوړو زده کړو بنسټونه نشته. زموږ له ټولو ملي او نړيوالو نهادونو غوښتنه ده چې دلته فعاليتونه وکړي او خلک پوره همکار دي.))

د پوهنې رييس کوچی ځاځی وايي چې په دې لیليه کې به د درې ځدراڼ ولسواليو په څېر له تعليمي اړخه د وروسته پاتې او د زرمت او روحاني بابا په څېر د ناامنه ولسواليو ممتاز زده کوونکي د زده کړو لپاره جذب شي.

ځاځي پژواک ته وويل چې ياده ودانۍ د تفرېح ځای او مجهزو خوړنځايونو، حمامونو او تشنابونو سربېره ۷۲ د اوسېدو خونې لري، چې په يو وخت به په کې ۲۸۴ زده کوونکي اوسيږي.

نوموړي د لرې سيمو د نجونو لپاره هم د ورته اسانتيا پر رامنځته کېدو به کار وکړي او ويې ويل چې نجونو ته د داسې ليليې په جوړېدو به د ځينو سيمو نجونو ته د زده کړو خوندي چاپېريال برابر شي.

د پوهنې رييس وايي: ((په هر اطاق کې به ۴ نفره وي، د هغو ولسواليو ممتاز زده کوونکي به دلته شامليږي چې تعليمي خدمات يې باکيفيته ندي يا يې امنيتي وضعيت خراب دی. دوی به په ببرک خان ځدراڼ او د ګردېز په نورو لېسو کې زده کړې کوي او دلته به اوسيږي.))

پکتيا کې سږکال د پوهنې او ښار جوړولو وزارتونو له خوا د شاوخوا ۷۰ ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې او ټاکل شوې چې راتلونکي کې د کليو پرمختيا وزارت د اقرا برنامې له خوا هم ۱۰۳ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.

Visits: 216

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.