ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 په بلخ کې د کرونا ويروس پېښې مخ په کمېدو دي

 په بلخ کې د کرونا ويروس پېښې مخ په کمېدو دي

author avatar
31 Jan 2021 - 13:55
 په بلخ کې د کرونا ويروس پېښې مخ په کمېدو دي
author avatar
31 Jan 2021 - 13:55

مزارشريف ( پژواک، ۱۲سلواغه ۹۹): د بلخ  په مرکز مزار ښار کې د کوويډ۱۹ ناروغۍ د درملنې ځانګړي پنځوس بستريز روغتون مسوولين وايي چې وروستيو ورځو کې د کرونا ويروس پېښې مخ پر کمېدو دي.

د ياد روغتيايي مرکز مشر ډاکټر بريالي بريالي له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې له خلکو غوښتنه وکړه چې لا دې هم روغتيايي لارښوونې په جدي ډول مراعات کړي.

نوموړي زياته کړه چې د څو اوونيو وړاندې په پرتله دمګړۍ په مزار کې ورځ تر بلې د کرونا ويروس پېښې مخ په کمېدو روانې دي.

هغه وويل: (( موږ له کرونا ويروس سره د مبارزې برخه کې چمتو يو؛ خو له نېکه مرغه پېښې په کمېدو دي چې دا ښه زېری دی)).

خو نوموړی خبرداری ورکوي، که خلک د روغتيايي لارښوونو په مراعاتولو کې بې پروايي وکړي؛ نو دغه ناروغي يو ځل بيا خطرناک حالت ته تللی شي.

ډاکټر بريالي له خلکو وغوښتل چې د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې له ګرځېدو څخه دې ډډه وکړي او همدا راز دې په ښار او بازار کې د تګ راتګ پر مهال ماسک وکاروي.

د هغه په خبره، د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې کرونا ويروس لا ډېر خپرېږي چې حتی خلک يې له ځان سره خپلو کورونو ته هم وړي.

مزارشريف کې د کوويډ۱۹ ناروغۍ د درملنې ځانګړي روغتون مسوول وويل چې بلخ کې د کرونا لومړۍ څپه په ښه ډول مهار شوه، چې اوس يې د دويمې څپې د مخنيوي لپاره هم د دوی هڅې په جدي ډول روانې دي.

هغه زياته کړه: (( د کرونا دويمه څپه پيل شوې، تر اوسه وضعيت په کنټرول کې دی، خو زه بيا هم ټينګار کوم که خلک بې پروايي وکړي؛ نو پېښې ورسره لوړېدای شي)).

نوموړي وويل، بلخ کې د کرونا ويروس پنځوس بستريز روغتون ټول هغه امکانات او لوازم لري چې د کوويډ۱۹ ناروغانو درملنې لپاره پکار وي.

د ډاکټر بريالي په خبره، دمګړۍ دغه روغتون کې پر کرونا ويروس اخته لس کسان بستر دي.

د هغه په وينا، د لابراتوار او فارمسي په ګډون ټول خدمات ناروغانو ته په وړيا ډول وړاندې کېږي.

ياده دې وي چې بلخ کې د کرونا ويروس لومړۍ پېښه د ۱۳۹۸لمريز د کب مياشتې په ۲۳مه، ثبت شوې وه. ياد ناروغ له ايران څخه تازه افغانستان ته راغلى و چې بيا له شاوخوا ۴۰ ورځني بستر وروسته روغ او له روغتونه رخصت شو.

مزارشريف کې د کرونا ويروس د درملنې ځانګړي مرکز مسوولين وايي چې له پيله تر دې مهاله بلخ کې د کوويډ۱۹ ناروغۍ ۸۳۰۰ مشکوک ناروغان ټيسټ شوي، چې له ډلې يې د ۳۳۰۰ تنو پايلې مثبتې وې.

د معلوماتو له مخې، د مثبتو پېښو له ډلې بيا ۱۸۰ تنه ناروغان د همدې ويروس له امله مړه شوي او پاتې نور روغ شوي دي.

Visits: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.