ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قیصارـ لامان سړک پروژې دویمه برخه له یو کال ځنډ وروسته بودجه کې شامله شوه

د قیصارـ لامان سړک پروژې دویمه برخه له یو کال ځنډ وروسته بودجه کې شامله شوه

author avatar
31 Jan 2021 - 12:54
د قیصارـ لامان سړک پروژې دویمه برخه له یو کال ځنډ وروسته بودجه کې شامله شوه
author avatar
31 Jan 2021 - 12:54

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۹): چارواکي وایي چې د قیصار- لامان سړک دویمه برخه د ۱۴۰۰ کال په بودجه کې شامله شوې او د اسیا پراختیایي بانک، په پروژه کې د شته ستونزو له هواري وروسته، تازه ژمنه کړې څو دا پروژه تمویل کړي.

د ټولګټو وزارت معلوماتو له مخې، د فاریاب له قیصاره بیا د بادغيس تر لامان پورې سړک ۲۳۲ کیلومتره اوږدوالی لري او د هېواد یو له حلقوي سړکونو شمېرل کېږي.

سرچینه لیکي، د اسیا پراختیایي بانک په ۱۳۸۵ کال کې ژمنه وکړه چې د دغه سړک جوړولو له بېرته ورکولو پرته ۷۲۱ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کوي.

د ټولګټو وزارت ویاند خلیل الرحمن اميد وایي چې د یاد سړک له پنځو برخو د لومړۍ او دویمې برخې (۸۷ کیلومتره) سړک جوړولو تړونونه د ۱۳۹۷ کال په وږي میاشت کې له دوو بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شول.

هغه د اسیا پراختیایي بانک د مالي مرستې او پروژې تړون لاسلیک کولو ترمنځ ۱۲ کلن ځنډ په اړه له جزئیاتو پرته وویل چې د دغه سړک له درېیمې تر پنځمې برخې چې ۱۵۱ کیلومتره کېږي، دا مهال یې په سروې او ډیزاین کار روان دی.

نوموړي یادونه کړه چې د دغه سړک د لومړۍ برخې کار ۵۳ سلنه پر مخ تللی، ادامه لري او د ۱۴۰۰ کال په بودجه کې هم شامل دی، خو د دویمې برخې کار یې د تېر کال ژمي تر لومړیو ۴۱ سلنه مخې ته تللی و او وروسته له هغه د سیمې خلکو شکایتونو له امله ودرول شو.

د ټولګټو وزارت ویاند زیاته کړه چې د سیمې یو شمېر خلکو د اسیا پرختیایي بانک ته شکایت کړی و چې له ځمکو یې له استملاک پرته په پروژه کې ګټه اخیستل شوې ده؛ په داسې حال کې چې د پروژې د کار له پیل مخکې باید د ځمکو د استملاک ستونزه حل شوې وای.

د اسیا پراختیایي بانک د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر پر درېیمه د افغانستان مالیې او فواید عامې وزارتونو ته د یوه لیک په استولو سره لیکلي وو چې حکومت په دې پروژه کې د ژمنو خلاف عمل کړی چې د سیمې خلکو د بېځایه کېدو لامل شوی دی او د پروژې له پلې کېدو مخکې باید د سیمې د خلکو ستونزو ته رسېدنه او د بېځایه کېدو مخه ونیول شي؛ له هغه پرته ښایي دغه بانک د یادې پروژې تمویل په اړه بیا کتنه وکړي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند د مرغومي په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ځمکو استملاک په اړه هغه شکایت ته چې بانک ته شوی و، رسېدنه شوې او بانک ته قناعت ورکړل شوی دی… د هغو کسانو لپاره چې ځمکه یې استملاک کېږي، په بدل کې یې ځمکه یا پیسې ورکول کېږي.»

د هغه په وینا، د اسیا پراختیایي بانک دا مهال ژمن دی څو دا پروژه تمویل کړي.

د مالیې وزارت ویاند مرستیا فرید نوښت هم وایي، هغه ستونزې ته چې د اسیا پراختیایي بانک له لوري مطرح شوې وه؛ رسېدنه شوې ده.

هغه وویل چې د قیصار- لامان سړک جوړولو پروژې دویمې برخې د اړتیا وړ ۲،۲ میلیارده افغانۍ د اسیا پراختیایي بانک او پاتې ۳۶ میلیونه نورې افغانۍ د دغه سړک یادې برخې جوړولو لپاره د افغانستان حکومت ورکوي.

د نوموړي په خبره، د یادې پروژې دویمه برخه د ۱۴۰۰ کال بودجې په سند کې شامل شوې ده.

د اسیا پراختیایي بانک مطبوعاتي دفتر هم پژواک ته وویل ټولګټو وزارت د تېرې مرغومي میاشتې په ۱۹مه تایید کړه چې د یاد سړک د دویمې برخې ستونزه هواره شوې ده.

یاد دفتر، له دغه واقعیته مننه کوي چې د مالیې او ټولګټو وزارتونو د بانک اندېښنو هواري لپاره سم ګامونه اخیستي دي.

سرچینه زیاتوي چې یاد بانک دغه راز د قیصارـ لامان سړک دویمې برخې جوړو لپاره د مالي شریک په توګه ژمن دی او له افغانستان سره په دوامداره او اوږدمهاله پراختیا کې مرسته کوي.

Visits: 165

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.