ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې موټر بم برید او چاودنه کې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار کې موټر بم برید او چاودنه کې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
5 Feb 2021 - 17:10
کندهار کې موټر بم برید او چاودنه کې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
5 Feb 2021 - 17:10

کندهار (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۹): په کندهار ښار کې موټرم برید اود  سړک غاړې د ماین چاودنې شوي چې دواړو پېښو ۹ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

موټر بم برید نن له غرمې وروسته د دریو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د ۱۱مې ناحیې اړوند د عینو مېنې پر ۳۳ سړک د غورک د ولسوال حاجي جمعه خان پر کور شوی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، موټر بم برید شاوخوا کورونو ته مالي زیان اړولی خو ځاني زیان نه لري.

دی وايي، په دې برید کې یوازې بریدګر وژل شوی دی.

خو د غورک ولسوال حاجي جمعه خان وايي چې په موټر بم برید کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د کورنۍ ۴ غړي ټپیان شوي او ده ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

ده زیاته کړه چې د موټر بم برید له امله یې د کور ډېره برخه هم ویجاړه شوې ده.

بل خوا د همدې ناحیې د رېګرېشن په ساحه کې د ملکي وګړو پر یوه ټکسي موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.

بارکزي پژواک ته وویل، په دې چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي چې ملکي وګړي دي او د تفریح په موخه راغلي وو.

د دغو پېښو مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د کندهار ښار دغه ساحه امن لرونکې سیمه ګڼل کېږي چې وروستيو پېښو یې اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

تېره شپه هم د عینو مېنې پر ۲۷مه سړک د موټرسایکل بم په چاودنه کې د چاودېدونکو توکو لېږدوونکی وژل شوی.

Visits: 552

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.