ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پکتیکا وړممۍ سرحدي لوا درېیم ټولي قوماندان خلک ځوروي”

“د پکتیکا وړممۍ سرحدي لوا درېیم ټولي قوماندان خلک ځوروي”

author avatar
7 Feb 2021 - 20:13
“د پکتیکا وړممۍ سرحدي لوا درېیم ټولي قوماندان خلک ځوروي”
author avatar
7 Feb 2021 - 20:13

کابل (پژواک، ١٩ سلواغه ۹۹): د پکتيکا د وړممۍ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې د سرحدي لواء د درېيم ټولي قوماندان يې کورونه او ځمکې په زور نيولي او د دوى يو شمېر کسان يې هم وژلي دي.

خو بل لورته د درېيم ټولي قوماندان بيا دغه څرګندونې ردوي او وايي چې ياد کسان له طالبانو سره لاس لري او غواړي له دې لارې پر ده فشار راولي.

په وړممۍ ولسوالۍ کې د درېيم ټولي قوماندان قطب الدين بدين نوميږي چې د امان الله زوى او په قوم سليمانخېل دى.

بدين له شاوخوا ٢٠ کلونو راهيسې د درېيم او اوښى يې محمد شاه د لومړي ټولي قوماندان دى.

د وړممۍ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې بدين په تېرو کلونو کې له خلکو سره سخت ظلمونه کړي او خلک يې سخت ځورولي دي.

د يادو کسانو له ډلې څخه يو هم سردار کمال خان دى.

کمال: قوماندان بدين زما دوه وروړنه وژلي دي

هغه پژواک ته وويل چې څو کاله وړاندې د بدين د ظلمونو له لاسه دوى چې ١٥٠  کورنۍ وو پاکستان ته کډه شول.

کمال خان وايي: ((موږ د وړممۍ ولسوالۍ د دوچينو سيمې اوسېدونکي يو، د بدين له لاسه موږ ١٥٠ کوره پاکستان ته کډه شولو، زموږ کورونه، ځمکې او ځنګلونه ټول بدين نيولي دي اوس يې بېرته نه راکوي په يوه او بل ځاى کې خواره واره پراته يو.))

نوموړى زياتوي: ((بدين زموږ له دښمنانو سره په پاکستان کې لاس يو کړ، زما ورور سردار جمال يې مړ کړ او زما يو بل ورور سردار ګلاب خان چې سپن ږيرى سړى و، او موږ سره يې مسافرت هم نه و کړو په کلي کې اوسېده، بدين ورغلى د ښځو او ماشومانو مخ ته يې ٧٥ مرمۍ ويشتلى دى.))

هغه تور پورې کړ چې بدين او کسان يې د دې ولسوالۍ ځنګلونه پرې کوي په بازار کې يې خرڅوي او له هر موټر څخه ٨٠٠٠ کلدارې هم ترلاسه کوي.

کمال خان زياتوي چې د بدين د ظلمونو له لاسه ١٢ کاله کيږي چې خپل کور او کلي ته نه دي تللي.

کمال خان پژواک ته ځينې ويډيوګانې هم استولي او په اړه يې وايي: ((دا ټولې ويډيوګانې چې تاسو ګورئ د غرونو د هغو ونو دي چې د بدين او کسانو له لوري يې پرې شوې دي.))

نوموړي پژواک ته يوه بله ويډيو هم ورکړې چې په هغه کې د مولوي صاحب په نوم يو کس ادعا کوي چې د لومړي ټولي د قوماندان محمد شاه له لوري چې د بدين اوښى دى وهل شوى دى.

په دغه ويډيو کې د ياد کس پر ځان د وهلو ټکولو نښې نښانې هم ښکاري چې په اړه يې وايي: ((زه د دوچينو په بازار کې مدرسه لرم، د محمد شاه کسانو ماته وويل چې د وړممۍ ولسوالۍ د امنيت آمر ته به ماين ږدې، خو ما ورته وويل چې زه دغه کار نه شم کولاى، که ما دا کار کولاى شواى اوس به مې طالبانو کې دنده درلوده، نو دومره يې ووهلم چې اوس د خوځېدو نه يم.))

دغه راز د دوچينو سيمې بل اوسېدونکي هلال پژواک ته وويل، بدين پر دوى هم ظلمونه کړي چې له امله يې دوى اوس د ګومل ولسوالۍ په ترکاڼو سيمه کې ژوند کوي.

ده وويل: ((موږ ١٥ کوره دلته کډه شوي يو، په انسان خو څوک دومره ظلم نه کوي لکه څومره چې بدين يې پر موږ کوي.))

همداراز د وړممۍ ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په غوښتنه پژواک ته وويل چې قوماندان بدين د خلکو د کورونو ترڅنګ، ځمکې، ځنګلونه او غرونه هم نيولي دي.

يادې سرچينې زياته کړه چې بدين د دوچينو له سيمې څخه يوه مړوښه ښځه بيولې او خپل موټر چلوونکي خان مير ته يې په نکاح کړې ده.

ده وويل: ((دا ښځه اوس هم له خان مير سره ده، دا ښځه د احمدزيو قوم مربوط ده هغوى موږ ته زنګ کړى و چې زموږ مړوښه ښځه مو راوستې همداسې ښځې درنه راولو، په دې کار سره اوس د احمدزيو او سليمانخېلو قومونو ترمنځ دښمني جوړه شوې.))

يو شمېر نورو کسانو هم ورته شکايتونه وکړل او ويې ويل چې څو ځلې دوى دغه مسله په پکتيکا او کابل کې له حکومتي مشرانو سره شريکه کړې، خو کومه مثبته پايله يې نه ده ترلاسه کړې.

په يوه بله ويډيو کې پنځه کسان په يوه کوټه کې ناست دي او داسې معلوميږي چې د بدين کسان ترې په زور اقرار اخلي.

له دغو ناستو کسانو پوښتل کيږي، هغه کسان چې عسکرو وژلي دي هغه څوک دي دوى وايي، طالبان وو.

بل لورته ځينې کسان بيا بدين په حقه بولي

د دوچينو اوسېدونکى بنګ وايي چې کمال خان او دې نورو کسانو پر بدين بې ځايه تورونه پورې کړي دي.

دغه کس وايي: ((د کمال خان ورور محمد ګلاب زما دوه وروڼه چې سوداګر وو له دې امله وژلي چې ماته يې ويل ولې په پوليسو کې کار کوې.))

ده تور پورې کړ چې کمال خان له وسله والو طالبانو سره لاس لري او ده ته يې څو ځلې ګواښونه کړي چې دنده پرېږدي کنه و به وژل شي.

بنګ وايي چې کمال خان ته د پاکستان له لوري پلان او پيسې ورکول کيږي ترڅو قوماندان بدين له دندې لرې کړي او دوى ته د فعاليت کولو زمينه برابره شي.

دى زياتوي: ((د کمال خان ورور ګلاب موږ وژلى او کمال که هم ګېر کړو وژنو يې.))

د درېيم ټولي قوماندان بدين د ده پر ضد ټول شکايتونه بې ځايه بولي

قوماندان قطب الدين بدين پژواک ته وويل چې نه يې په غرونو کې ونې وهلي، نه يې څوک ځورولي دي او نه يې هم چاته ستونزې جوړې کړې دي.

هغه وايي: ((په غرونو کې ونې موږ ساتلې دي د يوه ښاخ په پرې کولو مو پنځوس زره افغانۍ جريمه ايښې ده، دوى بې ځايه لګيا دي دا خبرې کوي.))

دى وايي چې ٢٠ کاله يې د پوليسو په ليکو کې خدمت کړى او اوس وسله وال مخالفين غواړي له خلکو نه په استفادې سره ده ته توطيه جوړه او له دندې يې لرې کړي.

ده هم وويل چې کمال خان د وسله والو طالبانو کس دى، يو ځل د څو کلونو لپاره پاکستان ته ولاړه او اوس بېرته راغلى دى.

پژواک داسې يوه ويډيو هم ترلاسه کړې چې له مخې يې کمال خان د طالبانو له څو غړو سره ناست دى.

په دغه ويډيو يو کس چې غالبآ د طالبانو د همدې ډلې مشر ښکاري خبرې کوي او وايي چې کمال خان د بدين او پلار د ظلمونو له لاسه يې د دوچينو سيمه پرېيښې ده.

په همدې ناسته کې کمال خان د طالبانو د يادې ډلې مشر ته په اشارې سره وايي چې د مولوي صاحب خبرې خو تاسو واورېدې دغه مشکلات بايد د قوم په مرسته هم حل شي.

تندر قول اردو: امنيتي ځواکونه ملي شتمني نه لوټوي

په پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند ايمل خان مومند پژواک ته وويل چې د پکتيکا د وړممۍ ولسوالۍ موضوع له دوى سره هم شريکه شوې ده.

هغه وايي چې د ملي دفاع وزارت پلاوى دوه ځلې ورغلى خو داسې څه يې نه دي پيدا کړي.

ده وويل چې امنيتي ځواکونه په غرونو کې ونې نه وهي او ملي شتمني هم نه لوټوي.

مومند وايي چې ځينې کسان د شخصي اغراضو په موخه په امنيتي ځواکونو پسې خبرې کوي او هڅه کوي توطيې ورته جوړې کړي.

د يادونې ده چې پکتيکا ولايت د افغانستان د لرو پرتو ولايتونو له ډلې څخه دى چې يو شمېر سيمې يې د وسله والو طالبانو په واک کې دي.

Visits: 113

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.