کابل (پژواک، ۶ کب ۹۹): د ترانسپورټ وزیر وایي چې په نږدې راتلوونکي به زر عرادې ملي بسونه له هندوستان هېواد څخه را وارد کړاى شي او ترڅنګ به يې د عمومي ترانسپورټ په برخه کې ښځينه محصلينو لپاره ځانګړى تخفيف په پام کې ونيول شي.
د ترانسپورټ وزیر قدرت الله ذکي د کب په ۶مه د دولت له لوري ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې وويل، د جندر رعایت لپاره غواړي چې د مېرمنو لپاره د ترانسپورټ په برخه کې اړينې اسانتیاوې رامنځته کړي.
هغه زياته کړه: ((په خاص ډول هغه ښځې چې محصلې دي او په عامه ترانسپورټ کې تګ راتګ کوي، نو تخفيف به ورته په نظر کې ونيول شي.))
ذکي په دې برخه کې ډېر جزييات وړاندې نه کړل.
دی وايي، په ۱۳۹۹ کال کې د ترانسپورټ تنظيم د قانون له مخې ۵۱۲ اتحادیې او ۳۸۰ ترانسپورټي شرکتونه هم لغوه کړاى شوي دي.
ده وویل چې په ۱۳۹۹ کال کې د تورخم او آقينې بندرونو د ترمينلونو د احاطې چارې هم بشپړې شوې دي.
هغه زیاته کړه، بېلابېلو هېوادونو تر اوسه له افغانستان سره د ۱۰۴۹ عرادې ملي بسونو مرسته کړې چې ۲۶۴ يې په ولایتونو او ۱۰۲ یې په پلازمېنې کابل کې فعالیت کوي.
د ذکې د معلوماتو له مخې، پاتې نور ملي بسونه په ورکشاپونو کې تر ترميم لاندې دي چې له جوړېدو وروسته به فعاليت پيل کړي.
د ترانسپورټ وزیر وویل چې په نږدې راتلوونکي کې به زر عرادې ملي بسونه له هندوستان هېواد څخه راوړل شي او د خلکو په چوپړ کې به ورکړل شي.
د هغه په وینا، دغه وزارت ته په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۳۰ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودیجه ورکړل شوې وه چې ۶۹ سلنه يې لګول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پلازمېنې کابل ترڅنګ په ولايتونو کې هم خلک د ترانسپورټ په برخه کې د لازم نظم له نشتون څخه شکايت کوي او په دغه برخه کې د اصلاحاتو غوښتوونکي دي.
Visits: 203
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن