ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اسلام کلا بندر کې له اور لګېدنې مخکې خانه سامان د نمونه اخيستوونکي په توګه پر دنده ګومارل شوی و

په اسلام کلا بندر کې له اور لګېدنې مخکې خانه سامان د نمونه اخيستوونکي په توګه پر دنده ګومارل شوی و

author avatar
1 Mar 2021 - 17:50
په اسلام کلا بندر کې له اور لګېدنې مخکې خانه سامان د نمونه اخيستوونکي په توګه پر دنده ګومارل شوی و
author avatar
1 Mar 2021 - 17:50

کابل (پژواک، ۱۱ کب ٩٩): د ملي دفاع وزارت يو خانه سامان او ورور يې چې زده کړې نه لري، د هرات په اسلام کلا بندر کې د نمونه اخيستوونکي د مسوول او همکار په توګه پر دندو ګومارل شوي، اسناد ښيي چې د همدې او نورو کسانو د غير مسلکي توب له امله په دغه بندر کې اور لګېدلى دى.

د ترلاسه شويو اسنادو له مخې، د ستندرد ملي ادارې اوسني رييس عزيز احمدزي تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت د بشري سرچينو د رييس په توګه دنده ترسره کړې چې ستندرد ملي ادارې ته له تګ وروسته يې د ملي دفاع وزارت يو شمېر کارکوونکي د دغې ادارې په بېلابېلو برخو کې د سرپرستانو په توګه پر دندو ګومارلي دي.

د سلواغې مياشتې په ٢٥ مه د هرات په اسلام کلا بندر کې د اور لګېدنې له امله سلګونه د تېلو او نورو توکو موټر وسوځېدل چې د سوداګرو په خبره نږدې يو ميليارد ډالره يې زيانمن کړي دي.

ځينو سرچينو دا هم پژواک ته ويلي چې د يادې اور لګېدنې له امله نږدې ٤٠ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپيان شوي چې لامل يې په بندر کې د غير مسلکي کسانو شتون په ګوته کوي.

د ملي دفاع وزارت خانه سامان او ورور يې څوک دي؟

د ترلاسه شويو اسنادو له مخې، عابد شاه د حضرت شاه زوى چې زده کړې هم نه لري، د ستندرد ملي ادارې د عمومي مشر عزيز احمدزي په لاسليک او تاييدۍ د هرات د اسلام کلا بندر د ستندرد مديريت د نمونې اخيستنې د همکار په توګه ټاکل شوى دى.

عابد شاه د ١٣٩٩ کال د لسمې مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د مياشتۍ په ١٣ زره افغانۍ پر يادې دندې د شپږو مياشتو لپاره ګومارل شوى دى.

په يو بل مکتوب کې راغلي چې خواجه عابد شاه د ١٣٩٨ کال د اتمې مياشتې په پنځمه نېټه د ملي دفاع وزارت په ساختماني چارو رياست کې د خانه سامان په توګه ګومارل شوى دى.

په دغه مکتوب کې راغلي چې خواجه عابد شاه، د زده کړې درجه نه لري، د زده کړې پوهنځى نه لري، د زده کړو ځاى نه لري او له بهرنيو ژبو سره بلديت هم نه لري.

دغه راز د خواجه عابد شاه ورور، صابرشاه د ١٣٩٩ کال د اوومې مياشتې له دويمې نېټې څخه د عزيز احمدزي په لاسليک د مياشتې په ١٣ زره افغانۍ د اسلام کلا ګمرک د نمونې اخيستنې د مسوول په توګه ګومارل شوى دى.

په مکتوب کې راغلي: “خواجه صابر شاه د هرات د تورغونډۍ بندر د ستندرد په آمريت کې د نمونې اخيستوونکي په توګه ګومارل شوى، خو د عمومي رياست د شفاهي غوښتنې په اساس به نوموړى په اسلام کلا بندر کې د نمونې اخيستوونکي د مسوول په توګه دنده ترسره کوي.”

په همدې مکتوب کې چې د شفاهي غوښتنې یادونه شوې په خپله د ستندرد ملي ادارې د عمومي مشر عزيز احمدزي لاسليک کړی دی.

د صابر شاه په اړه هم په يو بل مکتوب کې راغلي چې نوموړى زده کړې او کاري تجربه نه لري.

بل لورته د ستندرد ملي ادارې کارکوونکو د دغې ادارې د مشر د غير مسلکي ګومارنو، اختلاس او له دندې د ناوړه ګټې اخيستنې په اړه د ١٣٩٩ کال د کب د مياشتې په اوومه نېټه يو شکايت ليک هم ولسمشر محمد اشرف غني ته استولى دى.

د دغه شکايت ليک په يوه برخه کې راغلي چې د ستندرد ملي ادارې مشر د صابرشاه او عابد شاه په نومونو دوه وروڼه چې زده کړې هم نه لري، د هرات په اسلام کلا بندر کې د توکو د نمونه اخيستوونکو په توګه ګومارلي دي.

سرچينه وايي چې ياد کسان هېڅ ډول کاري تجربه نه لري چې د همدې کسانو د غير مسلکي توب له امله په اسلام کلا بندر کې اور لګېدلى او خلکو ته يې درانه زيانونه اړولي دي.

سرچينه وايي، صابرشاه او یو بل تن نمونه اخيستوونکى نجیب الله په اسلام کلا بندر کې له اور لګېدنې وروسته د هرات پولیسو له خوا نیول شوي او اوس تر پوښتنو او تحقیقاتو لاندې دي.

د ملي دفاع وزارت ځينې نور کارکوونکي هم د ستندرد په ملي اداره کې ګومارل شوي دي:

د ملي دفاع وزارت د بشري سرچینو له ادارې او نورو برخو څخه چې نوموړى د دغې ادارې رییس و، د ترلاسه شوو اسنادو له مخې له لسو ډېر کسان په مهمو تخنیکي بستونو کې سرپرستان ټاکل شوي دي چې نه یوازې د زده کړو د څانګې او کاري تجربې خلاف پر دوندو ګومارل شوي، بلکې د ملي عایداتو د ضایع کېدو لامل شوي او تر څنګ یې د پراخ فساد لپاره هم زمینه برابره شوې ده.

پژواک د بېلګې په توګه د لاندې سرپرستانو اسناد ترلاسه کړي دي:

۱ـ د ۲۱۵ میوند قول اردو د بشري سرچینو د امر عطاالله زوی رحیم الله د هرات ولایت ستندرد امریت کې، په اسلام کلا بندر کې د اسنادو د تصدیق د عمومي مدیریت د لابراتوارونو په امریت کې په درېیم بست کې د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

۲ـ د ملي دفاع وزارت د بشري سرچینو ریاست د خدماتي کارکوونکو د جذب د مدیر محمد یوسف زوی عبدالولي د هرات ولایت د ستندرد امریت، په اسلام کلا بندر کې د اسنادو د تصدیق د عمومي مدیریت په څلورم بست کې د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

۳ـ د ملي دفاع وزارت د بشري سرچینو ریاست د تشکیل د کارپوه حاجي زمرک زوی عزیزالله د هرات ولایت د ستندرد امریت، په اسلام کلا بندر کې د اسنادو د تصدیق د عمومي مدیریت په څلورم بست کې د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

۴ـ  د ملي دفاع وزارت د تدارکاتو ریاست د څلورم بست کارکوونکي ګدا زوی مسعود د هرات ولایت د ستندرد امریت د تورغونډۍ بندر د ستندرد پر تطبیق د نظارت د عمومي مدیریت په څلورم بست کې پر دنده ګومارل شوی دی.

۵ـ د ملي دفاع وزارت د ټکنالوجۍ د تامیناتو او لوجستیک معاونیت د لوجستيک د پاليسۍ رياست د عينياتو ادارې د اعاشې د اقلامو د تنظيم د مديريت د څلورم بست د کارمند محمد يعقوب لور مريم د ستندرد ملي ادارې د ارتباط او اسنادو امریت په بست کې د سرپرست په توګه پر دنده ګومارل شوې ده.

۶ـ د ملي دفاع وزارت د بشري سرچینو ریاست د ملکي خدماتي کارکوونکو د جذب د مدیر عبدالعظیم زوی احسان الله په اسلام کلا بندر کې د اسنادو د تصدیق د عمومي مدیریت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی او ورور لطف الله عشرت د محمد عظیم زوی په حیرتان بندر کې د اسنادو د تصدیق د عمومي مدیریت په څلورم بست کې ټاکل شوی دی.

په یوه مکتوب کې چې پژواک ترلاسه کړی راغلي: “احسان الله احمدزی د دې ادارې د اسلام کلا بندر د اسنادو د تصدیق د عمومي مدیریت سرپرست و، د ۱۳۹۹ یم کال د لیندۍ په ۲۹ مه غرمه ۱۲ بجې د رسمي دندې لپاره له هرات ښار څخه اسلام کلا بندر ته روان شو چې د لارې په اوږدو کې نادرکه شوی دی.”

د اسنادو له مخې، د هېواد په ځينو بندرونو کې هم یو شمېر کسان د ستندرد ملي ادارې له خوا د سرپرستانو په توګه ټاکل شوي چې ډېری یې په اړوندو برخو کې کاري تجربه نه لري.

د ستندرد ملي ادارې عمومي رییس سکرتر احمد فواد حبیبي د بلخ ولایت د حیرتان بندر د ستندرد امریت په درېیم بست کې په خدمتي شکل پر دنده ګومارل شوی دی.

د نیمروز ولایت د سکرتریت د څلورم بست د کارکوونکي محمد حنیف زوی شریف حنیفي چې له دوولسم ټولګي فارغ دی د نیمروز امریت د سرپرست په درېیم بست کې مقرر شوی دی.

سرچینه زیاتوي، همت الله وزیري د ستندرد ملي ادارې د رییس عزیز احمدزي له نږدې کسانو دی، په ستندرد ملي اداره کې د رسمیاتو له درلودو پرته د ټولو بندرونو له امرینو سره په تماس کې دی او دوی ته یې ګواښ کاوه، له دې لارې یې د احمدزي په مستقیمه اشاره له دوی څخه غیرقانوني پیسې اخیستې او ټول بندرونه نوموړي ته ځواب ورکوونکي وو. باید وویل شي چې په دې وروستیو کې احمدزي د جمهوري ریاست د چارو له ادارې څخه د وزیري نومي کس د سرپرستۍ حکم ترلاسه کړی او اوس د مطابقت د ارزونې د رییس په توګه دنده ترسره کوي.

د اداري اصلاحاتو کمېسيون: د ستندرد ملي ادارې يو شمېر بستونه د سرپرستانو له خوا پرمخ وړل کيږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون د ملکي خدمتونو عمومي رياست د ١٣٩٩ کال د ١١ مياشتې په څلورمه نېټه په ٦٥٠ نمبر مکتوب کې د ستندر ملي ادارې مسوولينو ته ويلي چې د دغې ادارې ډېرى بستونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

کمېسيون له ستندرد ملي ادارې غوښتي چې خپل بستونه دوى ته مشخص کړي ترڅو اعلان ته يې ورکړي او مسوولين ورته وټاکل شي.

همدارنګه بيا د ستندرد ملي ادارې تخنيکي برخې په يو بل مکتوب کې د يادې ادارې له بشري سرچينو څخه غوښتنه کړې چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون له غوښتنې سره سم خالي او د سرپرستانو بستونه مشخص او د ازادې سيالۍ لپاره يې وړاندې کړي.

د هرات د سوداګرۍ خونه: په اسلام کلا بندر کې د ستندرد ملي ادارې کارکوونکي غير مسلکي دي.

د هرات د سوداګرۍ خونې اجراييه امر محمد رفيع رحماني پژواک ته وويل چې په اسلام کلا بندر کې د توکو د چک او ټسټ کولو لپاره يو مناسب مرکز او ځاى شتون نه لري.

هغه وايي: “په دغه بندر کې د ستندرد ملي ادارې کارکوونکي د ګازو نمونه اخلي او بيا يې په ازاده هوا کې ټسټ کوي چې دا خپله د دوى په غير مسلکي توب دلالت کوي.”

دى زياتوي چې د ستندرد ملي اداره په دغه بندر کې د توکو د ساتلو او د دغه شان پېښو د مخنيوي لپاره اړين ايمني اقدامات هم په پام کې نه دي نيولي.

بل لورته ستندرد ملي ادارې يادې ټولې څرګندونې ردوي.

پژواک خبري اژانس ياد ټول موضوعات د ستندرد ملي ادارې له رييس عزيز احمدزي سره شريک کړل خو هغه پژواک ته وويل چې مطبوعاتي ډلې ته يې دنده سپارلې ترڅو د پژواک پوښتنې ځواب کړي.

د يادې ادارې مطبوعاتي مسوولې برشکي حنيفي پژواک ته وويل چې د ستندرد ملي اداره د اسلام کلا بندر ترڅنګ د هېواد په ټولو بندرونو کې هېڅ غير مسلکي کسان نه لري.

هغې وويل چې په اسلام کلا بندر کې د صابر شاه په نوم هېڅ کارکوونکي شتون نه لري، خو عابد شاه بيا په دغه بندر کې د نمونه اخيستونکي د همکار په توګه کار کوي چې يواځې عادي کارونه يې ترسره کوي.

حنيفي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ملي دفاع وزارت کارکوونکي په دغه اداره کې پر دندو ګومارل شوي وويل: ” د کومو کسانو نومونه چې تاسو ياد کړل په دې نومونو موږ په ستندرد ملي اداره کې هېڅ کارکوونکي نه لرو.”

نوموړې په اسلام کلا بندر کې د اورلګېدنې په اړه وويل چې دغه اور لګېدنه د نمونې اخيستنې په وخت کې نه ده شوې، ځکه د ستندرد ملي ادارې کارکوونکو او سوداګرو ته کوم زيان نه دى رسېدلى.

Visits: 1317

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.