ښرنه (پژواک، ١٣ کب ٩٩): د پکتيکا امنيه قوماندان وايي، که څه هم چې د دغه ولایت د وړممۍ، تروې او وازېخوا ولسواليو اوسېدونکي د نظام کلک ملاتړ کوي خو د روغتيا، پوهنې او رغونې په برخو کې ورته کار نه دى شوى.
دغه څرګندونې د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران وړممۍ، وازېخوا او تروې ولسواليو ته له سفر وروسته په مرکز ښرنه کې خبريالانو ته وکړې.
هغه وويل چې د وازې خوا، وړممۍ او تروې ولسواليو اوسېدونکي د امنيتي ځواکونو پر مټ د نظام کلک ملاتړ کوي، خو د بيارغونې، روغتيا، پوهنې او نورو برخو کې ګڼې ستونزې لري.
قوماندان زياتوي: ((د وړممۍ، وازې خوا او تروې ولسواليو خلکو د دغه نظام پايښت لپاره زياتې قربانۍ ورکړې، خو دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.))
هغه زياته کړه چې په يادو ولسواليو د امنيتي ځواکونو ترڅنګ بايد نورې ملکي ادارې هم فعالې شي، څو خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
قوماندان زياتوي چې د يادو ولسواليو اوسېدونکو ستونزې يې اورېدلې او د حل لپاره يې له اړوندو ارګانونو سره په ګډه کار کوي.
دغه راز په ياده غونډه کې د پکتيکا ولايتي شورا غړي عزيز عزيز وويل چې په تېرو ٢٠ کلونو کې د يادو ولسواليو اوسېدونکو ته د روغتيا، پوهنې او کرنې ترڅنګ په نورو برخو کې هم کار نه دى شوى او له ګڼو ستونز سره مخ دي.
هغه وايي: ((په تېرو څو کلونو کې دا لومړى ځل دى چې يو لوړپوړى حکومتي چارواکى دغو ولسواليو ته سفر کوي او د خلکو ستونزې له نږدې ګوري او اوري.))
د نوموړي په اند، دا ډول سفرونه د ولس او حکومت ترمنځ واټن کموي او خلک پر نظام باور پيدا کوي.
په ورته وخت کې د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد صادق پژواک ته وويل چې د نورو ستونزو ترڅنګ په يادو درېيو ولسواليو کې مخابراتي شبکې هم فعاليت نه کوي.
هغه وايي: ((دا ټول سرحدي ولسوالۍ دي، خلکو د افغانستان پر ځاى د پاکستاني مخابراتي شبکو سيمکارتونه اخيستې دي.))
د يادونې ده، له تېرو شاوخوا شلو کلونو راهيسې د يادو درېيو ولسواليو لويې لارې له مرکز ښرنې سره تړل شوې چې له امله یې خلک په سختو ستونزو کې دي.
Visits: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن