ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ د جګړې څپې زورورې خو د سولې لپاره هڅې هم ګړندۍ وې

تېره اوونۍ د جګړې څپې زورورې خو د سولې لپاره هڅې هم ګړندۍ وې

author avatar
13 Mar 2021 - 18:42
تېره اوونۍ د جګړې څپې زورورې خو د سولې لپاره هڅې هم ګړندۍ وې
author avatar
13 Mar 2021 - 18:42

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۹۹): تېره اوونۍ د افغانستان د سولې لپاره په روسیه او ترکیه کې د جوړېدونکو نړیوالو غونډو لپاره د تیاریو ترڅنګ نورې ډیپلوماتیکې هڅې هم ګړندۍ شوې وې، خو جګړه د ملکي وګړو لپاره تر پخوا مرګونې وه؛ ځکه چې د تېرې اوونۍ یوازې د یوې وروستۍ ورځې مرګ ژوبله یې، نږدې د وړمې اوونۍ د ټولو ورځو له مرګ ژوبلې سره برابره وه.

دغه راز په دې اوونۍ کې د امریکا له خوا د ټولشمول حکومت طرحه، له دغې طرحې سره د اروپایي ټولنې یو ډول مخالفت، افغان چارواکو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک او په تړاو یې غبرګونونه، کابل او بیا قطر او پاکستان ته د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفرونه او د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د خلیلزاد خبرې، د افغانستان د سولې په اړه په نړیواله کچه د پام وړ کړنې وې.

تېره اوونۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لیک په تړاو د ځینو افغان چارواکو په تېره د ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال سخت غبرګون، په داسې حال کې په رسنیو کې بحثونه راپورته کړل چې ځینو افغان چارواکو بیا په دې اړه نرم غبرګون درلود.

په دې اوونۍ کې که څه هم چې دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرو مرکچي پلاوو د ناستو خبرونه خپاره نه شول، خو دوحه په نړیواله کچه د ځینو لوړپوړو چارواکو کوربه وه او هلته یې له بېلابېلو اړخونو سره د افغانستان سولې په تړاو خبرې وکړې.

طالبانو هم تېره اوونۍ د خلیلزاد له خوا وړاندې شوې د «ټولشمول حکومت» طرحه ترلاسه کړه او په ارزونه یې بوخت دي، وایي چې په اړه به یې وروسته خپل نظر څرګند کړي.

خو له دې هر څه سره سره تېره اوونۍ د ملکي وګړو لپاره ډېره خونړۍ وه.

د سولې لپاره په نړیواله کچه هڅو د ځینو جګړو ځپلو افغانانو په زړونو کې د سولې ټینګښت هیلې راټوکولې، خو جګړې او له امله یې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د دغو هیلو غوټۍ غوړېدو ته نه پرېږدي.

بشپړ راپور

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله

پژواک خبري اژانس د خپلو او ځینو نورو رسنیو راپورونو له مخې، د تېرو څلورو اوونیو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه معلومه کړې ده.

دغه راپورونه ښیي چې تېره اوونۍ (د وړمې جمعې د شپې له ۱۲ بجو د تېرې جمعې د شپې تر ۱۲ بجو) په لسو وسله والو بریدونو کې ۲۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۹ نور ټپیان دي.

دغه بریدونه په هرات، هلمند، ننګرهار، زابل، کندهار، غور، کابل، کونړ او پکتیا ولایتونو کې شوي دي.


په یادو وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو کره شمېر یې نه دی ترلاسه شوي.

له یادو کسانو څخه ۵۲ ته د تېرې جمعې په ورځ هرات کې په ځانمرګي موټربم برید کې مرګ ژوبله واوښته، له دغو کسانو شپږ وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.

د تېرې اوونۍ له پاتې نورې مرګ ژوبلې پنځه تنه په چاودنو، نهه په مخامخ نښتو او ۱۱ په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

خو د پژواک موندنو له مخې، وړمه اوونۍ په ۱۲ بریدونو کې ۲۲ ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۸ نور ټپیان شوي وو.

د افغانستان له ملي امنیت شورا مو وغوښتل چې په تېره اوونۍ کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات راکړي، خو دغه کار یې ونه کړ.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې تېره اوونۍ په نهو ولايتونو (بدخشان، هلمند، لوګر، ننګرهار، فراه، خوست، بادغیس، بلخ او غزني) کې د دولتي ځواکونو په بریدونو کې ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور تپیان دي.

د سولې په اړه په نړیواله کچه څه روان و؟

د امریکا متحده ایالتونو وړمه اوونۍ په افغانستان کې د سولې لپاره د ټولشمول حکومت طرحه د افغانستان له حکومتي چارواکو او ځینو سیاسیونو سره شریکه کړه؛ د خبرونو له مخې، د افغانستان د راتلونکې لپاره د لارښوونې اصول، انتقالي حکومت، د سیاسي لارې نقشه او تلپاتې اوربند د دې مسودې درې مهمې برخې دي او له مخې به یې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې د با نفوذه هېوادونو، د افغانستان حکومتي چارواکو، له حکومته بهر سیاسي مشرانو او طالبانو په ګډون په لوړه کچه ناسته جوړه شي.

اوس ټاکل شوې چې یوه ناسته په روسیه او بله په ترکیه کې جوړه شي.

د روسیې غونډه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره پنجشنبې ویلي چې د مارچ په اتلسمه د افغان سولې په تړاو مسکو کې غونډه جوړېږي. د راپور له مخې، افغان حکومت منلې چې دې ناستې ته به یو پلاوی استوي، خو لا یې پرېکړه نه ده کړې چې د پلاوي غړي به څوک وي. طالبانو هم منلې چې د روسیې حکومت د مسکو ناسته کې یې د ګډون بلنه ورکړې او دوی یې په اړه سلا مشوره کوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماريا زخارووا تېره جمعه (د کب ۲۲مه) په افغانستان کې د ټولشمول لنډمهال حکومت جوړول د افغانستان ستونزې د حل منطقي لار وبلله او ویې ویل چې یاده غونډه به د روسيې، امريکا، چين او پاکستان د استازو په ګډون جوړه شي. دغه وزارت هیله څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت، د ملي مصالحې عالي شورا، وتلي سياستوال او د طالبانو استازي هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.

هغې وویل چې په دې غونډه کې به د بين الافغاني خبرو د پرمختګ، په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو او وسله والې شخړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وشي.

تر دې يوه ورځ مخکې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ویلي وو چې ایران ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. ده ویلی وو چې په دې غونډه کې به کومه پرېکړه نه کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د روسیې سفیر ته د کب په ۲۰مه ویلي چې ژر به د مسکو جوړېدونکې غونډې په اړه د افغان حکومت نظر له روسیې سره شریک کړي. ده د سولې ټینګښت په موخه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په پیاوړتیا کې د روسیې ونډه مهمه بللې.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم بي بي سي ته ویلي، مسکو دوی ته هم بلنه ورکړې او دوی یې په اړه پر سلا مشورو بوخت دي.

د ترکیې غونده

ترکیه کې ناسته د ملګرو ملتونو په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو په وړاندیز جوړېږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغان سولې په اړه غونډه به راتلونکې اپرېل میاشت کې د دغه هېواد په کوربه توب ترسره شي. هغه ویلي چې ترکیه غواړي دوحه کې روان بین الافغاني مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي.

د یاد خبر له مخې، د ترکیې د بهرنی چارو وزیر مولوت چاووش اوغلو ویلي، هېواد یې د افغانستان په روانه کشاله کې یو مهم اړخ دی او افغان حکومت او طالبانو دواړو ترې غوښتنه کړې چې د سولې خبرو کوربه توب وکړي.

ترکي چارواکو د افغان سولې بهیر کې د همکارۍ لپاره ټټر وهلی.

ترکیه کې د “عدالت او پراختیا” ګوند ویاند عمرسلیک انادوله خبري اژانس ته ویلي چې هېواد یې د افغانستان او سیمې سولې په تړاو منځګړتوب او هڅو ته چمتو دی.

ځینو سرچینو تایید کړې چې د ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په ګډون د چین، پاکستان او د طالبانو استازي هم دغې ناستې ته وربلل شوي دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې ویلي چې ټاکل شوې په ترکیه کې د سولې ناسته د مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره شي، خو امریکايي چارواکو بیا د ناستې نېټه نه ده تایید کړې او ویلي یې دي چې کره وخت یې تر اوسه نه دی معلوم.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلينکن افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته په یوه لیک کې ویلي چې‌ ډېر ژر به د افغان سولې په تړاو د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او نورو استازو غونډه را وبولي.‌

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده تېره دوشنبې په تهران کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په دې اړه لا د امریکا له خوا کومه بلنه نه ده ورکړل شوې،‌ کله چې بلنلیک ور ورسېد، غور به پرې وکړي.‌

په نړیواله کچه د سولې په تړاو څرګندونې او غبرګونونه

تېره اوونۍ په پراخه کچه د نړیوالې ټولنې په تېره امریکا متحده ایالتونو او روسیې له خوا د افغانستان سولې لپاره هڅې روانې وې، خو اروپایي ټولنې په افغانستان کې د امریکا له خوا د ټولشمول حکومت له وړاندې شوې طرحې سره مخالفت کړی او افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر بیا ویلي، تر هغو په افغانستان کې سوله نه راځي چې پاکستان خپله نیابتي جګړه ونه دروي.

زلمي خليلزاد تېره اوونۍ د پاکستان، قطر او هندوستان له چارواکو سره د افغانستان سولې پر وروستيو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر جي شينکر پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې له خليلزاد سره یې د ټيلېفون له لارې یې د افغانستان سولې پر وروستيو پرمختګونو خبرې کړې او په دې اړه به له هغه سره خبرو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم د افغانستان سولې لپاره د امریکا له خوا د وړاندې شوې طرحې ملاتړ کړی، خو ویلي یې دي چې هندوستان د افغانستان د سولې په پروسه کې رغنده همکار نه دى.

په ورته وخت کې اروپایي ټولنې په افغانستان کې د لنډمهال حکومت بحثونو ته په غبرګون کې ظاهراً له امریکا سره مخالف دریځ غوره کړی.

په کابل کې د اروپایي ټولنې استازي رولانډ کوبیا پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: “افغانستان اساسي قانون لري، ټاکنې په کې وشوې، لویې جرګې راوبلل شوې، له امریکا سره ګډ هوکړه لیک لري او د دوحې په بهیر کې ښکېل دی. د افغانستان اسلامي جمهوریت د نړیوالې ټولنې د ډېریو هېوادونو ملاتړ لري. نړۍ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او جنیوا د جمهوریت د لاسته راوړنو د خوندي کولو ژمنه کړې ده.

په کابل کې د کاناډا پخوانی سفیر او د یوناما پخوانی مرستیال کرسټین الکسانډر خبرداری ورکړی، وایي تر هغې چې پاکستان په افغانستان کې خپله پټه نیابتي جګړه ونه دروي؛ په دې هېواد کې به سوله هم ونه شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن وایي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ایستلو یا پاتې کېدو په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو د امریکا ولسمشر غواړي چې افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي، امریکایي عسکر خپل هېواد ته ستانه کړي او د دې ډاډ ورکړل شي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر ځالې نه بدلېږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال دوحې تړون له مخې، امريکا ژمنه کړې چې د ٢٠٢١ زېږديز کال د مې تر میاشتې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.

د بلينکن لیک

تېره اوونۍ افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلينکن استول شوی لیک د رسنیو سرټکي جوړول او له ځینو غبرګونونو سره مخ شو.

بلينکن په لیک کې د افغانستان راتلونکي اساسي قانون او دولتي جوړښت، د یو نوي ټولشمول حکومت او په افغانستان کې د تلپاتې اوربند خبره کړې او ویلي یې دي چې خلیلزاد په دې اړه له افغان حکومتي چارواکو، سیاسي مشرانو او طالبانو سره خپل وړاندیزونه شریکوي، څو د سولې خبرو بهیر چټک شي.

دغه راز په لیک راغلي چې ډېر ژر به د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، هند او ایران د بهرنیو چارو وزیران او استازي د افغان سولې په اړه غونډه وکړي.

په لیک کې همدا راز راغلي چې په راتلونکو څو اوونیو کې به په ترکیه کې د افغان حکومت او طالبانو غونډه رابلل کېږي او هلته به د دواړو خواو ترمنځ د سولې تړون وروستی کېږي.

بلينکن پر ولسمشر غني غږ کړی چې په دې غونډه کې ګډون وکړي او یا هم خپل یو نومول شوی استازی ور ولېږي.

په لیک کې غني ته سپارښتنه شوې چې پّ هېواد کې د سولې او سیاسي جوړجاړي په تړاو د سلا مشورو لمن پراخه کړي.

د سولې په تړاو د دولت کړنې او څرګندونې:

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لیک په تړاو د ځینو افغان چارواکو په تېره د ولسمشر د لومړي مرستیال سخت غبرګون په داسې کې په رسنیو کې بحثونه راپورته کړل چې ځینو افغان چارواکو بیا په دې اړه نرم غبرګون درلود.

ولسمشر غني له اساسي قانون سره سم د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټینګار کړی او ویلي یې دي: «هر بنسټ کولای شي چې طرحه ولیکي او هغه د افغانستان لپاره حل لاره وبولي، مګر زموږ وثیقه قانون اساسي دی او بلې طرحې ته ضرورت نشته.»

هغه دا هم ویلي چې پاکستان باید د تېرو لسیزو سیاست ته بدلون ورکړي او افغانستان د یوه خپلواک او سرلوړي هېواد په توګه ومني.

د غني په وینا، طالبانو ته یې پیغام دا دی چې ولس له جګړې ستړی شوی، سوله غواړي او طالبان دې د ملت روا غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د بلينکن لیک په غبرګون کې ویلي چې پر اساسي قانون او د خلکو د رایې پر حق معامله د منلو وړ نه ده. هغه زیاته کړه: «موږ له دغه لیکه نه اندېښمن یو او نه هم زموږ په دریځ کې بدلون راغلی دی.»

د ده په وینا، لوېدیځ او امریکا حق لري چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په اړه پرېکړه وکړي: «خو دا زموږ مشروع حق دی چې د افغانستان د ۳۵ ميلیونه انسانانو برخلیک د نورو د مهالوېش په مطابق جوړجاړی او معامله نه کړو.»

په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق بیا ویلي: «د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پیغام کې کمزورتیا دا ده چې د افغانستان له جوړښت څخه سمه پېژندنه نه لري او امرانه تون لري چې امرانه او فرمایشي سوله کوم ځای ته نه رسېږي.»

خو ځیني افغان چارواکي په دې اړه نرم دریځ لري.

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د یاد لیک په اړه ویلي: «پر دې سربېره چې نه غواړم له لیکه دفاع وکړم، خو په دغه لیک کې پر مهمو موردونو بحث شوی دی…هېڅوک د افغانستان پر خلکو څه نه شي تحمیلولای؛ تفرقه، تبعیض او بې اتفاقي د دې لامل شوې چې هر څه پر موږ تحمیل شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د کب په ۱۸مه ویلي چې خلک باید د افغان سولې په اړه د امریکا نوې طرحې په اړه اندېښنه ونه لري؛ ځکه د دې طرحې پر ټولو اړخونو مفصلې خبرې او سلا مشوره کېږي‌ او بیا به پرېکړه کېږي.

هغه ویلي چې د دې طرحې اساسي ټکي د افغانستان د خلکو له ملي ګټو سره سمون لري او د ځینو برخو په اړه یې باید سلا مشورې وشي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وايي: «هغه طرحه چې خلیلزاد له افغان سیاستوالو سره مطرحه کړې وه، له موږ سره یې شریکه کړه، پر هغې کار کوو او ښايي په راتلونکو غونډو کې له یو بل سره پرې خبرې ولرو.»

ولسمشر غني تېره اوونۍ د هېواد له یو شمېر جهادي رهبرانو او سیاسي او ملي مشرانو سره هم د سولې په اړه ناسته لرله.

ارګ له جزئیاتو پرته لیکلي چې په دې غونډه کې چې د ملي روغې جوړې عالي شورا ريیس هم حضور درلود، د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت د ښه والي، د سولې لپاره د ملي اجماع پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ د افغانستان اسلامي جمهوريت د سولې له مرکچي پلاوي ملاتړ وشو.

ځينې سرچنيو ليکلي چې په دې ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار، د وحدت اسلامي ګوند مشر کريم خليلي ګډون نه درلود.

تېره اوونۍ ځینو حکومتي چارواکو د طالبانو له خوا ۱۴ ولایتونو ته د نوو والیانو معرفي کېدل داسې و انګېرل چې ګواکې طالبان په نوي کال کې جګړې ته تیاری نیسي او سولې ته اراده نه لري، خو د طالبانو ویاند ذبیخ الله مجاهد وایي چې د نوو ولایتي تشکیلاتو معرفي په هېواد کې له روان سیاسي وضعیت سره هېڅ تړاو نه لري او د دې ډلې یو عادي بهیر دی.

دوحه کې څه روان دي؟

تېره اوونۍ که څه هم چې د سولې د بین الافغاني خبرو مرکچي پلاوو د ناستو په اړه خبرونه نه شول خپاره، خو دوحه په نړیواله کچه د ځینو لوړپوړو چارواکو کوربه وه او هلته یې له بېلابېلو اړخونو سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې وکړې.

په یاده اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز دوحې ته تللې وه او هلته یې د افغانستان لپاره د جرمني، ناروي، قطر او امريکا له ځانګړو استازو سره په سوله کې د ملګرو ملتونو پر رول او نورو مسایلو خبرې وکړې.

هغې په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل اندېښمنوونکي بللي او ویلي یې دي: «د سولې په اړه د نړیوالې ټولنې د ټولیزو اقداماتو پایله باید د افغانستان خلکو له غوښتنې سره سمه وي، څو د افغانانو ګټې خوندي کړي او په دغه هېواد کې ثبات ټینګ کړي.»

يوناما په خپله پښتو فېسبوکپاڼه کې د کب په ۱۹مه ليکلي چې دیبورا لاینز د افغانستان سولې بهير پر څرنګوالي او راتلونکو ګامونو بحثونه کړي او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه څه ډول د دغو هڅو ښه ملاتړ کولی شي.

دغه راز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هم تېره اوونۍ دوحې ته ولاړ او هلته یې د افغانستان اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي او دغه راز د طالبانو له مرکچي پلاوي سره ولیدل.

د قطر دولتي اژانس (قنا) خبر ورکړى چې زلمي خليلزاد په دوحه کې د لومړي وزير له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني سره هم د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کړې دي.

د خبر له مخې، تېره اوونۍ د افغانستان سولې په تړاو په بحرين کې د افغانستان، پاکستان او برېتانيایي چارواکو هم غونډه لرله، خو جزئیات یې نه دي خپاره شوي.

د سولې په تړاو د طالبانو کړنې او څرګندونې

طالبانو هم تېره اوونۍ د خلیلزاد له خوا وړاندې شوې د ټولشمول حکومت طرحه ترلاسه کړې او په ارزونه یې بوخت دي، وایي په اړه به یې وروسته خپل نظر څرګند کړي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي چې طالبانو هم د امریکا له‌ خوا افغانستان ته د نوې طرحې یوه کاپي ترلاسه کړې ده. د ده په وینا، طالبان دا مهال د دې طرحې پر څېړنه او ارزونه بوخت دي او وروسته به ‌یې په اړه خپل نظر څرګند کړي.

د طالبانو د قطر دفتر یوه غړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «موږ د ښه شهرت لرونکو کسانو په ګډون د عبوري حکومت سپارښتنه کوو او دا حکومت باید په دوو کلونو کې د امنیتي ادارو په ګډون د حکومت ټولې برخې غیر سیاسي کړي.»

د رویټرز خبر له مخې، طالبانو دغه راز ورته ویلي چې له دغه ګامه وروسته دوی پر اورکم غور کولی شي، خو اوربند بیا هم نه کوي او له خلیلزاده یې غوښتي چې د افغانستان پر حکومت فشار راوړي څو د طالبانو ۷زره نور بندیان خوشي کړي.

د طالبانو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ځینو نورو طالب چارواکو تېره اوونۍ له خلیلزاد سره د لیدنې په لړ کې د دوحې هوکړه لیک د بشپړ پلي کېدو په اړ خبرې کړې دي.

محمد نعیم لیکلي: «په ناسته کې همدارنګه د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله او د افغانانو ترمنځ د روان بهیر د چټکتیا او اغېزمنتیا په هکله بحثونه وشول.»

د سولې په اړه د ګوندونو، سیاسیونو او مدني ټولنو کړنې

پخواني ولسمشر حامد کرزي د کب په ۲۲مه د افغانستان د سولې په تړاو د امريکا د نوې طرحې ملاتړ کړى او ويلي يې دي چې دغې طرحې د سولې بهير د چټکولو لپاره يو ښه چانس برابر کړى.

هغه اسوشېټېډ پرېس اژانس سره په مرکه کې ويلي چې د امريکا دغه وړانديز د ټاکنو او اساسي قانون سمون ته لار برابروي.

دى وايي: «د امريکا دا طرحه له جګړې ستړی ولس د ټاکنو پر لور بيايي، د ښځو او لږکيو حقونه خوندي کوي، اساسي قانون کې سمون ته لار برابروي او د لنډمهالې ادارې وړانديز کوي.

خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخوانی مشر رحمت الله نبیل د واشنګټن له لوري د سولې د نوې طرحې پایلې خطرناکې ګڼي او وایي: «داسې ونه شي چې دا طرحه داسې ترتیب شي چې بالاخره موږ افغانان پایلې ته ونه رسېږو او یوه بله طرحه په لار کې وې او په مېز کېښودل شي.»

په افغانستان کې د روسیې سفیر، دیمتري ژیرنوف د حزب اسلامي له مشر، ګلبدین حکمتیار سره کتلي او دواړه لورو د سولې پر روان بهیر، اوربند او له شته بن بست (بندون) څخه د وتلو پر لارو چارو خبرې کړي دي.

سولې ته د خلکو هېلې

 د میدان وردګو ولایت د مرکز اوسېدونکې شفیع الله تېره اوونۍ د سولې لپاره هڅو ته په پام وایي: «له یوې خوا چې ګورې په نړیواله کچه د سولې لپاره هڅې روانې دي او داسې ښکاري چې امریکا غواړي افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي، دې کار ځینو خلکو سره دا تمه پیدا کړې چې پّ هېواد کې مو د څلور لسیزو جګړه پای ومومي، خو بلې خوا ته امنیتي وضعیت خراب دی، جګړې په درز سره روانې دي، دې جګړو ته چې ګورو نو بیا مو د سولې لپاره تمه له منځه ولاړه شي؛ ځکه چې که ښکېلو غاړو سولې ته هوډ لرلی نو اوس خو یې باید دا تاوتریخوالي راکم کړي وی.»

د کابل ښار د کمپنۍ د سیمې اوسېدونکی نصرت الله هم ورته نظر لري او زیاتوي: «له سولې مخکې باید ښکېلو غاړو لومړی د جګړې ژبه بدله کړې وای او د سولې ادبیات یې کارولی چې متاسفانه داسې نه ده او ترڅنګ یې دواړو لورو جګړو ته زور ورکړی او هره ورځ له ملکي بې ګناه انسانانو ژوند اخلي.»

Visits: 166

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.