ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر اوسه نږدې ٢٠ زرو افغان سرتېرو ته د کرونا واکسين تطبيق شوى

تر اوسه نږدې ٢٠ زرو افغان سرتېرو ته د کرونا واکسين تطبيق شوى

author avatar
14 Mar 2021 - 13:04
تر اوسه نږدې ٢٠ زرو افغان سرتېرو ته د کرونا واکسين تطبيق شوى
author avatar
14 Mar 2021 - 13:04

کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٩) : د ملي دفاع وزارت او د کورنيو چارو وزارتونه وايي چې تر اوسه پورې د ملي اردو او پوليسو ٢٠ زره سرتېرو ته د کرونا واکسين تطبيق شوى.

د عامې روغتيا وزارت ته د ولسمشر د لارښوونې له مخې، د کرونا واکسين لومړى امنيتي ځواکونو، روغتيايي کارکوونکو او ژورنالېستانو ته تطبيقيږي.

د ملي دفاع وزارت له خوا د کب په ٢٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي اردو منسوبینو باندې د کرونا ضد واکسين د تطبیق لړۍ پيل شوې او تر اوسه پورې ۱۰۹۵۰ سرتېرو باندې تطبیق شوی دی.

سرچينې زياته کړې چې د کرونا ضد واکسین برنامه ټولو قول اردوګانو، د ملي اردو جزوتامونو او ټول هېواد کې د تطبیق په حال کې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې ده  “کوویډ ۱۹” واکسین، د برنامې پربنسټ د ملي اردو ټولو منسوبینو باندې تطبیق شي.

پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پلان او ستراتېژۍ معین صدیق صدیقي وايي چې تر دې مهاله ٨٦٦٧ تنو پولیسو ته د کرونا ویروس ضد واکسین ورکول شوی دی.

په افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر د روانې کب میاشتې په پنځمه نېټه پيل شو.

د يادونې ده، چې هندوستان له افغانستان سره د کرونا ويروس ضد ٥٠٠ زره ډوزه واکسين مرسته کړې ده، تېره اوونۍ د کواکس نړيوالې ټولنې له خوا هم افغانستان سره د نږدې ٥٠٠ زرو ډوزه نور واکسين مرسته کابل ته ورسېده.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې تر اوسه په ټول هېواد کې پر ٤١٧٦٧ کسانو د کرونا واکسين تطبيق شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه په افغانستان کې تر اوسه ٥٥٩٨٥زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٢٤٥٧ کسان مړه او څه باندې  ٤٩ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.