ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د مسکو او ترکيې غونډو ترڅنګ به قطر کې هم د سولې مذاکرات جريان ولري”

“د مسکو او ترکيې غونډو ترڅنګ به قطر کې هم د سولې مذاکرات جريان ولري”

author avatar
16 Mar 2021 - 17:44
“د مسکو او ترکيې غونډو ترڅنګ به قطر کې هم د سولې مذاکرات جريان ولري”
author avatar
16 Mar 2021 - 17:44

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٩) : د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له رښتینو هڅو او ملاتړ څخه مننه کوي او د دې هڅو او همکاریو پر اهمیت او دوام ټینګار کوي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا د کب په ٢٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ټينګار کړى چې په فدراتيفې روسیې او ترکیې جمهوریت کې د افغانستان د سولې خبرو اترو ترسره کېدل، د قطر پروسې بديل نه، بلکې د هغه بهیر تکمیلونکې او ادامه ده.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي پلاوی په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره خبرې کوي او دغه خبرې به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان د سولې د تامین لپاره د قطر حکومت د مخلصانه هڅو، په ځانګړې توګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د پلاوو ترمنځ د سولې خبرو کوربه توب څخه قدرداني کوي او هیله لري چې دغه ګډې هڅې به مطلوبو پایلو ته ورسوي.

ټاکل شوې ده، چې د کب په ٢٨مه، د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو، افغان سياسيونو، د امريکا، روس، چين ، پاکستان او قطر د ځانګړو استازو په ګډون ناسته ترسره شي.

دغه راز تر دې وروسته به په راتلونکې اپريل مياشت کې په ترکيه کې هم د افغان سولې په تړاو خبرې وشي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت نن اعلان وکړ چې د مسکو په غونډه کې د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ له کابل څخه ١٦ کسيز پلاوى ګډون کوي .

Visits: 62

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.