ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د یوې دولتي ودانۍ د کرایې تړون له مړي سره شوی

په کابل کې د یوې دولتي ودانۍ د کرایې تړون له مړي سره شوی

author avatar
16 Mar 2021 - 14:42
په کابل کې د یوې دولتي ودانۍ د کرایې تړون له مړي سره شوی
author avatar
16 Mar 2021 - 14:42

کابل (پژواک، ۲۶ کب ٩٩): مالیې وزارت په ۱۳۹۵کال کې د یوې دولتي ودانۍ د کرایې تړون د داسې چا په نوم تمدید کړی چې هغه څو کاله مخکې وفات شوی او تر اوسه هم د همدغه تړون له مخې له یادې ودانۍ ګټه اخیستل کیږي.

د دولتي املاکو عمومي ریاست د ۱۳۹۸ کال په چنګاښ میاشت کې د ولسمشر فرمان له مخې له مالیې وزارت څخه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته ولېږدول شو.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۳۹۸ کال لیندۍ میاشتې په ۲۴ مه د ښارجوړونې له وزارت څخه په یوه استول شوي مکتوب کې غوښتنه شوې وه چې د مالیې وزارت له خوا ټول شوي قراردادونونه، اجارې او کرایې وڅېړي.

د ښارجوړونې وزارت د روان کال د مرغومې میاشتې په ۱۸ مه ولسمشرۍ ماڼۍ ته د دغه مکتوب په ځواب کې یو راپور لېږلی. په دغه راپور کې راغلي چې د کابل ښار لومړۍ ناحیې په میوند جاده کې د  ۲۴ نمبر دولتي اپارتمان د کرایې قرارداد له یو مړي سره شوی دی.

سرچینې لیکلي، یو داسې قرارداد تثبیت شوى چې په کې جعل او تزویر شوی او تر اوسه هم له یاد اپارتمان څخه د همدغه قرارداد له مخې ګټه اخیستل کېږي.

په دغه راپور کې راغلي چې یاد اپارتمان د ازداې سیالۍ له لارې لومړی په  ۱۳۸۹ کال کې د درېیو کلونو لپاره  ۳۲،۷۶۰ افغانۍ مسافر خان د محمدحسن خان زوی ته په کرایه ورکړل شوی و.

سرچینه لیکي، دغه اپارتمان په ۱۳۹۲ کال کې د دويم ځل لپاره په ۳۶۰۳۶ افغانی بیا د ازادې سیالۍ له لارې مسافر خان ته په کرایه ورکړل شوی او درېيم ځل هم په ۱۳۹۵کال کې په داسې حال کې د ۳۹،۶۴۰ افغانیو کرایې په بدل کې له مسافر خان سره د یادې ودانۍ د کرایې قرارداد شوی چې هغه (مسافرخان) په ۱۳۹۳ کال کې وفات شوی دی او کابل کې په «اغلب ګومان» د شهدای صالحین په هدیره کې خاورو ته سپارل شوی.

د ښارجوړونې وزارت په بېلابېلو سندونو کې د مسافرخان د ګوتو نښې هم پژواک ته استولي او وایي چې د نورو وختونو د ګوتو نښې یې د ۱۳۹۵کال سند د ګوتې له نښې سره توپیر لري.

سرچينې لیکلي چې په دغه قرارداد کې د مالیې وزارت د دولتي املاکو یو شمېر کارکوونکو او د ښاروالۍ یوه استازي ناسمه ګټه پورته کړې ده.

په دغه راپور کې وړاندیز شوی چې یاد کسان دې ممنوع الخروج شي، دندې یې دې وځنډول شي او د جدي څېړنو لپاره دې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

د مالیې وزارت د دولتي املاکو کارکوونکي وايي چې د مسافرخان کورنۍ د دې لپاره چې یاد قرارداد یې له لاسه ولاړ نه شي تزویر کړی، دولتي ادارې یې تېرایستلي او قرارداد یې د درېیم ځل لپاره تمدید کړی دی.

دوی وايي چې په دغه قرارداد کې حکومت تاوان نه دی کړی او قرارداد هم له مخکې نه په لوړه بیه شوی، خو دا ستونزه په کې شته چې د مسافرخان د کورنۍ له خوا د تزویر له امله قرارداد په داسې حال کې د مسافرخان په نوم شوی چې هغه مړ شوی و.

د مالیې وزارت دغه کارکوونکي همدا راز وایي، چې د مدني قانون ۱۳۸۷ مه ماده اجازه ورکوي چې ورثه د متوفی د اجارې قرار داد ته دوام ورکړي.

د مدني قانون په ۱۳۸۷ مه ماده کې راغلي:« اجاره د اجاره ورکوونکي یا اجاره اخیستونکي په مړینه پای ته نه رسیږي، سره د دې هم د اجازه اخیستونکي وارثان د هغه د مړینې وروسته کولی شي، ثابته کی، چې د هغوی عایدات د مورث د مړینې له امله د اجارې د دوام تحمل نه لري یا اجازه د هغوی د احتیاج د حدودو څخه بهر شوې ده نو په دې صورت کې کولی شي چې د اجارې د عقد د پای ته رسېدو غوښتنه وکی، خو په دې شرط چې د اجارې اخیستونکي د مړینې نیټې څخه د شپږو میاشتو په اوږدو کښې د فسخ کېدو غوښتنه شوې وي او همدارنګه د تخلیه کولو په باره کښې د خبرتیا د ټاکلی مودې مراعات هم شوې وي.»

Visits: 1854

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.